TOOSnews
اعلان
عبدالمنان عمري: نړيوال دې د كارګرو موضوع نه سياسي كوي.
افغانستانټوس نیوز

عبدالمنان عمري: نړيوال دې د كارګرو موضوع نه سياسي كوي.

۱۶ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر، عبدالمنان عمري، د کارګرو نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې نړيوال باید د کارګرو موضوع سیاسي نه‌ کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د کارګرو ستونزې باید د بشري او مسلکي اصولو له مخې حل شي، نه دا چې د سیاسي موخو لپاره وکارول شي. د هغه په وینا، کارګر د ټولنې مهم قشر دی او د هغوی حقونو ته پاملرنه د هر نظام مسوولیت دی.

عمري د کارګرو د ټولنې پرانیستې ته په اشاره زیاته کړه: «دغه ټولنه به د کارګرو د حقونو ساتنې مرجع وي» او د کارګرو د ملاتړ او ستونزو د حل لپاره به عملي ګامونه پورته کوي.

هغه همداراز له نړيوالو بنسټونو وغوښتل چې د کارګرانو د وضعیت د ښه کېدو لپاره له سیاسي چلند پرته همکاري وکړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.