TOOSnews
اعلان
عبد القهار قدير: د داعش پر ضد دريځ ظاهر قدير له ستونزو سره مخ كړ.
افغانستانټوس نیوز

عبد القهار قدير: د داعش پر ضد دريځ ظاهر قدير له ستونزو سره مخ كړ.

۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې د مرستیال عبدالظاهر قدیر ورور، عبدالقهار قدیر، د داعش ډلې د پراخېدو پر وړاندې د خپل ورور له تېر دریځ څخه دفاع کړې او ویلي یې دي چې هغه د خپل ولس د امنیت او راتلونکي لپاره غږ پورته کړی و او د همدې اقداماتو قرباني شو.

عبدالقهار قدیر په یوه ټولنیزه رسنۍ کې لیکلي: «د حقیقت ویلو بیه تل لوړه وي، خو د ولس لپاره درېدل د زړورو خلکو کار دی.»

د هغه په وینا، کله چې د افغانستان په ختیځ کې د داعش د پراخېدو په اړه اندېښنې موجودې وې، عبدالظاهر قدیر چوپ پاتې نه شو او د خلکو د امنیت لپاره یې څرګند دریځ خپل کړ. نوموړي زیاته کړې چې ظاهر قدیر یوازې په خبرو بسنه نه کوله، بلکې د خلکو د خوندیتوب لپاره یې عملي اقدامات هم ترسره کړي وو.

عبدالقهار قدیر ویلي، که څه هم د ظاهر قدیر ځینې څرګندونې توندې وې، خو دا خبرې د شخصي ګټو یا سیاسي مخالفتونو لپاره نه وې، بلکې د هغو پرېکړو او کړنو پر وړاندې وې چې ده د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره خطرناکې بللې.

هغه ټینګار کړی چې د حق خبره کول اسانه نه دي او هغه کسان چې د ولس لپاره غږ پورته کوي، ډېری وخت له سختو فشارونو او مخالفتونو سره مخ کېږي. د نوموړي په خبره، د حقیقت ویلو جرئت او د خلکو ترڅنګ درېدل باید د چوپتیا او وېرې سبب نه شي.

عبدالظاهر قدیر څو میاشتې وړاندې په کینیا کې د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو له‌خوا ونیول شو او وروسته له څو محکمو متحده ایالاتو ته وسپارل شو.

امریکايي چارواکو ویلي چې عبدالظاهر قدیر به په نیویارک کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او د ناقانونه وسلو د کاروبار په تور محاکمه شي. د هغه کورنۍ تر دې مخکې هم ادعا کړې وه چې نوموړی د داعش ضد اقداماتو له امله قرباني شوی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.