TOOSnews
اعلان
عبدالرشيد دوستم: طالبان دې مخالفين كم نه ګڼي.
افغانستانټوس نیوز

عبدالرشيد دوستم: طالبان دې مخالفين كم نه ګڼي.

۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د ملي خوځښت ګوند مشر عبدالرشید دوستم د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د هېواد پر روان وضعیت سخته اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، که طالبان خپل سیاستونه بدل نه‌ کړي، افغانستان به یو ځل بیا د کورنۍ جګړې په اور کې وسوځي.

هغه له طالبانو غوښتي، چې د بحران د مخنیوي لپاره دې له خپلو مخالفینو او سیاسي اپوزیسیون سره سمدستي خبرې اترې پیل کړي.

دوستم ویلي، چې دی په خپله بیا په واک کې د شریکېدو غوښتونکی نه‌ دی، خو د هېواد د «یوه زړه سوانده مشر» په توګه د خلکو د راتلونکي په اړه اندېښنه لري. نوموړي پر طالبانو نیوکه کړې، چې په بدخشان او تخار ولایتونو کې یې د معترضانو د ځپلو لپاره لښکر کشي کړې او ټینګار یې کړی، چې دا ډول کړنې د دوی په خپلو لیکو کې هم د بې باورۍ فضا رامنځته کوي.

د هغه په وینا، افغانستان دا مهال له ژور سیاسي، ټولنیز او اقتصادي بحران او نړیوالې انزوا سره مخ دی، چې له امله یې د خلکو ژوند لا پسې سخت شوی دی.

دوستم خبرداری ورکړی، که د طالبانو «غیرقانوني» واکمني او پر خلکو فشارونه همداسې دوام ومومي، افغانستان به یو ځل بیا د سیمه‌ییزو او نړیوالو سیالیو پر ډګر بدل شي او د ترهګرۍ د خپرېدو خطر به زیات شي.

د ملي خوځښت ګوند مشر همداراز ویلي، چې د ملي مقاومت عالي شورا د ټولو لویو سیاسي ګوندونو او فکري بهیرونو په ګډون د خلکو د حقونو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، څو طالبان د ملت ارادې ته تسلیم شي.

هغه له طالبانو غوښتي، چې خپل مخالفین کم ونه‌ ګڼي او له شته فرصتونو څخه په استفادې مذاکرې ته کښېني. نوموړي پر خلکو هم غږ کړی، چې د ورورولۍ او عدالت لپاره سره یو موټی شي.

د دوستم د دغه پیغام ترڅنګ، یو شمېر نورو مخالفو سیاستوالو لکه امرالله صالح، حنیف اتمر او حامد کرزي هم په خپلو اختریزو پیغامونو کې د طالبانو پر سیاستونو نیوکې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد اقتصادي وضعیت خراب شوی او نږدې ۱۵ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي. بلخوا د بدخشان د سرو زرو د کانونو پر سر د قندهار او بدخشان د طالبانو ترمنځ اختلافات هم موجود دي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د لوی اختر د لمانځه پر مهال خپلو مخالفانو ته ویلي وو، چې افغانستان ته راستانه شي، له طالبانو سره موافقه وکړي او د دوی له ادارې سره یوځای شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.