عبدالعظیم بدخشي، د افغانستان د ګډو رزمي هنرونو مبارز، له یوه کال او اوو ورځو وقفې وروسته بېرته د مسلکي مبارزو ډګر ته ستنېږي. نوموړی به د ۱۴۰۵ کال د زمري په ۱۷مه، چې ۲۰ ورځې وروسته کېږي، د هند په دننه کې د آیټياېف سازمان د سیالیو په چوکاټ کې د چین له مبارز سیوهیر هوسیمن سره مخامخ شي.
بدخشي اعلان کړی چې دا مبارزه به په ژوندۍ بڼه د یو اېف سي پسټ له لارې خپرېږي. دغه افغان مبارز به له ۳۷۲ ورځو دمې وروسته یو ځل بیا قفس ته دننه شي او دا به د هغه د وروستۍ مسلکي مبارزې وروسته لومړۍ سیالي وي.
د تپالوجي معتبرې ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، عبدالعظیم بدخشي تر اوسه ۱۹ مسلکي مبارزې ترسره کړي دي، چې پایله یې ۱۴ بریاوې او ۵ ماتې دي. هغه چې د «افغان زمري» په نوم مشهور دی، وروستۍ مبارزه یې د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۲مه د ام اېف اېن سازمان په سیالیو کې کړې وه.
بدخشي د خپلو ډېرو بریاوو په ناکاوټ ترلاسه کولو کې بریالی شوی دی. د هغه له ۱۴ بریاوو څخه ۱۱ یې د ناکاوټ له لارې، ۲ یې د تسلیمۍ له لارې او یوه یې د قاضیانو د پرېکړې له مخې ترلاسه کړې ده. په دې توګه، د هغه نږدې ۷۹ سلنه بریاوې د ناکاوټ له لارې دي.
بل لور ته، د چین ۲۸ کلن مبارز سیوهیر هوسیمن له ۲۹ مسلکي مبارزو، ۱۹ بریاوو او ۱۰ ماتو سره دې سیالۍ ته راځي. هغه وروستۍ مبارزه د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۱۰مه د ډبلیو ال اېف سازمان په سیالیو کې ترسره کړې وه.
احصایې ښيي چې هوسیمن خپلې ډېرې بریاوې د تسلیمۍ له لارې ترلاسه کړي دي. د هغه له ۱۹ بریاوو څخه ۱۳ یې د تسلیمۍ، ۲ یې د ناکاوټ او ۴ یې د قاضیانو د پرېکړې له لارې ثبت شوي دي. نوموړي دوه ځله د ناکاوټ له لارې ماته خوړلې ده، او تر ټولو ډېرې ماتې یې د تسلیمۍ او قاضیانو د پرېکړې له لارې ثبت شوي دي، چې په هره برخه کې څلور ځله مات شوی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








