ځایي سرچینو راپور ورکړی چې د کاپیسا ولایت یو ځوان ایران ته د مهاجرت پر مهال د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ولسوالۍ په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغو سرچینو په وینا، دا پېښه د جمعې په ورځ، د غبرګولي ۲۹مه رامنځته شوې ده.
دغه ځوان، چې فیضآغا د سیدآغا زوی او د کاپیسا ولایت د مرکز ولسوالۍ د تاجمحمدخېل کلي اوسېدونکی بلل شوی، د خپلې کورنۍ د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره ایران ته روان شوی و. هغه د سفر په جریان کې د سختو هوايي شرایطو له امله مړ شوی دی.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د دې ځوان د مرګ علت سخته تودوخه او د لارې په اوږدو کې خوندي ځای ته نه رسېدل بلل شوي دي. ویل کېږي چې هغه د سراوان په لاره کې په یوه برخه کې په سخت وضعیت کې لوېدلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
سرچینې زیاتوي چې د دغه ځوان مړی تر اوسه د سراوان په ولسوالۍ کې پاتې دی او د هغه کورنۍ او خپلوان هڅه کوي چې افغانستان ته د جسد د لېږد لېږد زمینه برابره کړي.
په همدې حال کې راپورونه ښيي چې هر کال د افغانستان یو شمېر وګړي د اقتصادي ستونزو، فقر او بېکارۍ له امله ګاونډیو هېوادونو ته د کډوالۍ لار غوره کوي او ځینې یې د دغو خطرناکو او غیرقانوني سفرونو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








