محمد خالد هوتک، د افغانستان د ووشو ملي لوبغاړي، د شانګهای د همکارۍ سازمان د اسیايي ووشو اتلولیو سیالیو کې د ۷۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د برونزو مډال وګاټه.
دا مډال د افغانستان د ووشو په تاریخ کې د اسیايي سیالیو په کچه لومړنی مډال بلل کېږي او د هېواد د ورزشي کاروان لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.
دغه سیالۍ د شانګهای د همکارۍ سازمان د اسیايي ووشو اتلولیو په چوکاټ کې ترسره شوې، چې د بېلابېلو اسیايي هېوادونو ورزشکارانو پکې ګډون کړی و.
د افغانستان د استازي له لوري د دې برونزو مډال ګټل د هېواد د ووشو لپاره په نړیوال ډګر کې د یوې نوې بریا او هیلهبښونکي پیل په توګه ارزول کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








