TOOSnews
اعلان
افغانستان په درېیمه یوه ورځنۍ لوبه کې اېرلنډ ته ماته ورکړه.
ورزشټوس نیوز

افغانستان په درېیمه یوه ورځنۍ لوبه کې اېرلنډ ته ماته ورکړه.

۲۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اېرلنډ پر وړاندې په خپله درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې بریا خپله کړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۴۲ منډو په توپیر ماته ورکړه.

دا لوبه د چهارشنبې په ورځ، د زمري په ۲۱مه، ترسره شوه. د افغانستان لوبغاړو د توپ اچونې په برخه کې د غوره فعالیت له امله وتوانېدل چې اېرلنډ ته ماته ورکړي.

په دې لوبه کې یمین خان احمدزي د اېرلنډ څلور لوبغاړي وسوځول. راشد خان هم درې لوبغاړي له ډګره بهر کړل، په داسې حال کې چې عظمت‌الله عمرزي او غضنفر هر یوه یو لوبغاړی وسوځاوه.

له دې بریا سره، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اېرلنډ پر وړاندې ټولې درې یو ورځنۍ لوبې وګټلې او د دغو سیالیو لړۍ یې د ۳-۰ په پایله کې په بشپړه بریا پای ته ورسوله.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.