TOOSnews
اعلان
احمد مسعود: افغانستان د ټولو وکړو ګډ كور دى، نه د يوه قوم او ډلې.
افغانستانټوس نیوز

احمد مسعود: افغانستان د ټولو وکړو ګډ كور دى، نه د يوه قوم او ډلې.

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وایي، افغانستان داسې نظام ته اړتیا لري چې هېڅ قوم، مذهب او یا سیاسي جریان ځان د هېواد مالک ونه‌ګڼي، بلکې هېواد د ټولو وګړو ګډ کور وي او ټول خلک په مساوي ډول د هېواد د برخلیک په ټاکلو کې ونډه ولري.

احمد مسعود د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) د سید حسین انوري د تلین په انلاین مراسمو کې وویل، د افغانستان د ژغورنې لار د خلکو د ارادې او د پرېکړې حق له بېرته ورکولو څخه پیلېږي او دا د ټولو قومونو، مذهبونو، سیاسي جریانونو او وګړو ګډه غوښتنه ده.

هغه د افغانستان اوسنی وضعیت بحراني وباله او زیاته یې کړه، چې هېواد د عدالت، متقابل درناوي، ملي یووالي او د ټولو قومونو، مذهبونو او کلتورونو د ګډون پر بنسټ یوه مشروع او ځواب ویونکې واکمنۍ ته اړتیا لري.

مسعود وویل، د راتلونکي نظام موخه باید دا وي چې نجونې ښوونځیو ته ولاړې شي، ځوانان راتلونکي ته هیله‌مند وي او هېڅ وګړی د قوم، ژبې، فکر او یا عقیدې له امله له تبعیض، بند او محرومیت سره مخ نه‌شي.

هغه د طالبانو د مخالفانو په اړه د ناسمې انګېرنې په ردولو سره وویل، د طالبانو بدیل یو فرد نه، بلکې یو سیاسي بهیر دی چې د انتقالي حکومت، د اساسي قانون د مسودې، د لویې جرګې او ازادو ټاکنو له لارې به د مشروع او منل شوي حکومت د جوړېدو زمینه برابره کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.