احمد مسعود، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر، د هېواد له ځوانانو او مشرانو غوښتي چې «د افغانستان د بهرنیانو له اشغال څخه د ژغورنې» لپاره د دغې جبهې لیکو ته ورګډ شي او نوملیکنه وکړي.
د ملي مقاومت جبهې مشر ویلي چې «د افغانستان بریا او ژغورنه نږدې ده» او له خلکو یې غوښتي چې د مقاومت ځواکونو تر څنګ ودرېږي او د یو آزاد او خپلواک راتلونکي لپاره خپله ونډه واخلي.
د احمد مسعود دغه تازه بلنه په تېرو نږدې پنځو کلونو کې بېسارې بلل شوې ده. نوموړي تر دې وړاندې هم څو ځله د افغانستان خلک د طالبانو پر ضد یووالي او همغږۍ ته رابللي وو، خو دا لومړی ځل دی چې په مستقیم ډول له خلکو غواړي څو د مقاومت جبهې سره د یوځای کېدو لپاره نوملیکنه وکړي. څارونکي دا اقدام په هېواد کې د نوو سیاسي او پوځي بدلونونو نښه بولي.
احمد مسعود څه موده وړاندې هم په افغانستان کې د احتمالي بدلونونو خبره کړې وه.
هممهاله، د افغانستان د ازادۍ جبهې په وروستیو ورځو کې اعلان کړی چې خپل کومانډویي ځواکونه یې په بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې ځای پر ځای کړي او د طالبانو پر ضد به پراخ پوځي عملیات پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په وروستیو اونیو کې څو ځله د مخالفو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرداری ورکړی دی. د باخبره سرچینو په وینا، دې ډلې د خپلو احتیاطي ځواکونو یوه برخه هم د افغانستان په شمالي سیمو کې ځای پر ځای کړې ده.
طالبان په تېرو نږدې پنځو کلونو کې، سربېره پر دې چې د افغانستان د رسمي حکومت په توګه د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه دي پېژندل شوي، نه دي توانېدلي چې د بېوزلي، بېکاري او کډوالي بحرانونه راکم کړي. منتقدان دغه ډله د تبعیضي سیاستونو، پراخو ټولنیزو محدودیتونو او د پولې هاخوا ترهګرو ډلو ته د پناه ورکولو په پلي کولو تورنوي؛ هغه مسایل چې د دوی په باور افغانستان له لا زیاتې بېثباتۍ سره مخ کړی دی.
سیاسي څارونکي وایي طالبان نه دي توانېدلي چې د هېواد د مدیریت او د ټولنې د وضعیت د ښهوالي لپاره له ترلاسه شوي فرصت څخه ګټه واخلي او افغانستان د ثبات او پرمختګ پر لور بوځي.
د ځینو څارونکو په باور، د کورنیو نارضایتونو زیاتوالي، پر خلکو پراخ فشارونه او محدودیتونه، د افغانستان له خاورې راپورته کېدونکو امنیتي ګواښونو په اړه د سیمې د هېوادونو اندېښنې، او همداراز ژور اقتصادي بحران او لوږه، کولای شي په راتلونکي کې د هېواد لپاره د مهمو او پراخو بدلونونو زمینه برابره کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








