TOOSnews
اعلان
احمد مسعود: طالبان دپښتنو استازي نه دي.
افغانستانټوس نیوز

احمد مسعود: طالبان دپښتنو استازي نه دي.

۹ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیکوال:سعید سمیر

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د غویي اتمې د نمانځنې په مناسبت په انلاین مراسمو کې ویلي، که څه هم د طالبانو ډېری غړي پښتانه دي، خو دغه ډله د پښتنو استازولي نه شي کولی. نوموړي ټینګار کړی، چې طالبان د ټول افغانستان د خلکو اراده نه تمثیلوي.

مسعود زیاته کړې، چې پښتانه سیاستوال باید د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې عامه پوهاوی زیات کړي او خلکو ته د دې ډلې د کړنو او پایلو په اړه وضاحت ورکړي. هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د هېواد سیاسي وضعیت لا هم له ګڼو ننګونو سره مخ دی.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.