TOOSnews
اعلان
احمد سهيل جعفري د انفینېټ اتلولۍ كمربند لپاره له پاكستاني سيال عظيم خان سره مخامخ كېږي.
ورزشټوس نیوز

احمد سهيل جعفري د انفینېټ اتلولۍ كمربند لپاره له پاكستاني سيال عظيم خان سره مخامخ كېږي.

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د رزمي ترکیبي هنرونو (MMA) افغان لوبغاړی احمد سهیل جعفري د انفینېټ اتلولۍ سازمان د کمربند لپاره له پاکستاني لوبغاړي عظیم خان سره سیالي کوي. ټاکل شوې دغه مهمه لوبه د چنګاښ په ۱۷مه د پاکستان د اسلام‌اباد په لیاقت لوبغالي کې د ۷۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې ترسره شي.

د انفینېټ اتلولۍ سازمان د اعلان له مخې، پاکستانی لوبغاړی عظیم خان د ۱۵ بریاوو او ۳ ماتو ریکارډ لري، په داسې حال کې چې افغان سیال احمد سهیل جعفري تر دې دمه ۱۲ بریاوې او یوازې ۲ ماتې ثبت کړې دي.

د سیالیو تنظیموونکو دغه مبارزه د سازمان د اتلولۍ لوبه بللې او ویلي یې دي چې د افغانستان او پاکستان د دوو پیاوړو لوبغاړو ترمنځ دا سیالي به د انفینېټ سازمان په تاریخ کې د لومړي اتلولۍ کمربند د ګټلو لپاره ترسره شي.

د تنظیموونکو په وینا، عظیم خان د پاکستان له مخکښو MMA لوبغاړو څخه دی چې د کلونو سخت کار، نظم او پرله‌پسې بریاوو له لارې یې خپل نوم روښانه کړی دی. بل لور ته احمد سهیل جعفري هم د خپل استعداد او بریالیو کړنو پر مټ د اتلولۍ کمربند د خپلولو په موخه د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

د دواړو لوبغاړو د ریکارډ له مخې، هغوی په ټولیزه توګه ۳۲ رسمي سیالۍ کړې دي چې ۲۷ یې ګټلې او یوازې ۵ یې بایللې دي. د دغو شمېرو پر بنسټ، تمه کېږي چې دا سیالي به د انفینېټ سازمان له تر ټولو متوازنو او زړه‌راښکونکو مبارزو څخه وي.

لیکوال:سعسد سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.