TOOSnews
اعلان
علاف: طالبان د اقتصاد پر ځاى د ږيرې او حجاب په څار بوخت دي.
افغانستانټوس نیوز

علاف: طالبان د اقتصاد پر ځاى د ږيرې او حجاب په څار بوخت دي.

۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پخواني جمهوري نظام اقتصادي سلاکار او د هرات د شیعه ټولنې مخکښ شخصیت، سیروس علاف، د عاشورا د مراسمو پر مهال د طالبانو پر تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اوسني واکمن د خلکو د اقتصادي ستونزو پر ځای د هغوی پر ظاهري بڼې او محدودیتونو تمرکز کوي.

علاف د جمعې په ورځ د هرات د بکراباد سیمې د عاشورا په مراسمو کې وویل، په داسې حال کې چې خلک له لوږې، بې‌وزلۍ او اقتصادي کړاوونو سره مخ دي، واکمنان د حق او عدالت پر ځای سختدریځي او د ځواک ښودنه خپله تګلاره ګرځولې ده. هغه زیاته کړه چې طالبان د خلکو له ورځنیو اړتیاوو او اقتصادي ستونزو بې‌خبره دي او ویې پوښتل چې ایا په دې ډول چلند سره د خلکو زړونه ګټل کېدای شي.

د نوموړي څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو په وروستیو اوونیو کې په هرات کې د ږیرې، حجاب او نورو ټولنیزو محدودیتونو د پلي کولو لپاره نیونې زیاتې کړي دي. د راپورونو له مخې، د امر بالمعروف محتسبینو لسګونه کسان، د نړیوالو بنسټونو او روغتیايي مرکزونو کارکوونکي او ګڼې ښځې د ظاهري بڼې او حجاب د نه مراعاتولو په تور نیولي، چې دغه اقدامات یې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.