TOOSnews
اعلان
علي ميثم نظري: ځينې كسان هم د امان اللّه خان او هم د طالبانو ملاتړ كوي.
افغانستانټوس نیوز

علي ميثم نظري: ځينې كسان هم د امان اللّه خان او هم د طالبانو ملاتړ كوي.

۵ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري پر هغو کسانو نیوکه کړې، چې د ده په وینا، په یوه وخت کې د پاچا امان‌الله خان او د طالبانو ملاتړ کوي.
نظري په اېکس ټولنیزه شبکه کې ویلي، دغه کسان یوه ورځ د امان‌الله خان د اصلاحاتو ستاینه کوي، خو بله ورځ بیا د طالبانو د حکومت د عادي کولو او مشروعیت لپاره استدلالونه وړاندې کوي.
نوموړي طالبان د ۲۰۲۰مې لسیزې په افغانستان کې «تر ټولو سختدریځه اسلامپاله ډله» بللې او ویلي یې دي، چې یاد کسان خپل متضاد دریځونه په ټولنیزو رسنیو، رسنیو، فکري مرکزونو او نورو عامه بحثونو کې مطرح کوي.
د مقاومت جبهې دغه جګپوړي غړي پوښتنه کړې، چې د دغو کسانو ترمنځ کوم ګډ فکري یا سیاسي ټکی شته، چې د ده په باور، د ایډیالوژۍ له پلوه د دوو متضادو سیاسي پروژو ملاتړ ته یې هڅوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.