TOOSnews
اعلان
بښنې نړيوال سازمان: پاكستان دې په ازاد كشمير كې د انټرنېټ محدوديتونه ژر تر ژره لرې كړي.
نړۍټوس نیوز

بښنې نړيوال سازمان: پاكستان دې په ازاد كشمير كې د انټرنېټ محدوديتونه ژر تر ژره لرې كړي.

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بښنې نړیوال سازمان د سې‌شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ازاد کشمیر کې نه یوازې انټرنېټ بند شوی، بلکې د ګرځنده مخابراتي شبکو خدمتونه هم وخت په وخت له خنډ او ګډوډۍ سره مخ شوي دي.

د سازمان په وینا، په سیمه کې انټرنېټ د جون له پنځمې نېټې راهیسې د ګډې ولسي کاري کمېټې له لوري د پیل شوي لاریون وروسته بند شوی دی.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د انټرنېټ بشپړه پرېکونه د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده او په طبیعي ډول یو غیرمتناسب اقدام ګڼل کېږي. د سازمان په وینا، دا ډول بندیزونه باید هېڅکله ونه لګول شي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د فزیکي بندښتونو راپورونه هم ترلاسه شوي، چې د لاریونونو په ځواب کې د سیمې پر مهمو لارو لګول شوي او د خوراکي توکو، درملو او نورو اړینو توکو رسونه یې له ستونزو سره مخ کړې ده.

بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې دغه محدودیتونه د خلکو پر بنسټیزو حقونو، په ځانګړي ډول روغتیايي خدمتونو ته پر لاسرسي، د تګ راتګ پر ازادۍ او د ژوند پر حق منفي اغېز کوي.

سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې سمدستي د تګ راتګ او مخابراتي اړیکو محدودیتونه لرې کړي او سیمې ته د خلکو او مرستندویه خدماتو بې‌خنډه لاسرسی بېرته تأمین کړي.

په همدې حال کې، د کشمیر ګډې ولسي کاري کمېټې خپل لاریون د کشمیر په پارلمان کې د مهاجرینو د ۱۲ څوکیو د لغوه کېدو او یو شمېر نورو غوښتنو په ملاتړ پیل کړی دی.

د کشمیر حکومت ویلي، چې له لاریون کوونکو سره د خبرو اترو لېوالتیا لري، خو تر اوسه د خبرو په بهیر کې د کوم څرګند پرمختګ راپور نه دی ورکړل شوی او د ګډې ولسي کاري کمېټې پرلټ لا هم دوام لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.