TOOSnews
اعلان
بښنې نړيوال سازمان: د افغان خبريالانو جبري نادركه كېدل له نړيوالو قوانينو سرغړونه ده.
افغانستانټوس نیوز

بښنې نړيوال سازمان: د افغان خبريالانو جبري نادركه كېدل له نړيوالو قوانينو سرغړونه ده.

۲۲ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د خبریالانو د نیولو او جبري نادرکه کېدو پر دوام ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات د بشري حقونو له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دي.

دغه سازمان په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست د طلوع نیوز خبریالان منصور نیازي او عمران دانش، او همداراز د پیکار خبري اژانس مسوول جاوېد نیازی نیولي دي.

د اعلامیې له مخې، تر اوسه د دغو خبریالانو د ساتنې ځای او وضعیت په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي، چې له امله یې د هغوی د احتمالي شکنجې او ناوړه چلند په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

بښنې نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې دا ډول چلند د رسنیو او بیان ازادۍ د محدودولو او د خبریالانو د وېرولو د روان بهیر برخه ده.

دغه سازمان له طالبانو غوښتنه کړې چې د نیول شویو خبریالانو د وضعیت په اړه دې ژر معلومات خپاره کړي، هغوی ته دې د خپلو کورنیو او مدافع وکیلانو د لیدنې اجازه ورکړي، او که کوم قانوني تور پرې نه وي، نو باید سمدستي خوشې کړل شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.