د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ د ترینګلتیاوو د زیاتېدو په ترڅ کې، د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح د پاکستان پر سیاست نیوکه کړې او هغه یې د پوښتنې وړ بللی دی.
صالح ویلي چې پاکستان له یوې خوا د طالبانو د رهبرۍ د ساتنې او بقا لپاره هڅه کوي، او له بلې خوا هغه کسان هدف ګرځوي چې د هغه په وینا هېڅ مهم ځای یا رول نه لري. هغه دا نه ده روښانه کړې چې د دې کسانو څخه یې هدف څوک دي.
د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ ۸مه، په اېکس کې په یوه پیغام کې لیکلي چې پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر ځای کولی شو د کوټې شورا او د حقاني شبکه ایستلې وای، او همدارنګه هغه د مدرسو شبکه چې د دولت له ملاتړ سره یې له ۱۹۹۴ تر ۲۰۲۱ پورې طالبان ملاتړ کول، له منځه وړې وای.
صالح همدارنګه ویلي چې د افغان کډوالو جبري ایستل به پاکستان خپلو هېڅ ستراتیژیکو اهدافو ته ونه رسوي. د هغه په وینا، دا اقدام نه یوازې د ترهګرۍ ستونزه نه حلوي، بلکې د طالبانو پر سیاستونو او کړنو هم اغېز نه لري.
هغه ټینګار کړی چې د افغان کډوالو جبري ایستل پر طالبانو فشار نه شي راوستلی، ځکه د هغه په باور طالبان د روانو بدلونونو او پېښو ناسم درک او تفسیر لري.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوي دي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نوی لارښود د دغه هېواد ایالتونو او امنیتي ادارو ته ابلاغ کړی دی. د دې لارښود له مخې، د جولای له ۱۰مې (د سرطان ۱۹مې) وروسته به ټول هغه افغان وګړي چې معتبرې ویزې نه لري، د پاکستان په ټولو ایالتونو او پلازمېنه کې په فوري ډول ونیول شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








