TOOSnews
اعلان
امسو په ننګرهار کې د خبریالانو پر وړاندې د یوه طالب چارواکي، سپکاوي ته اندېښنه او غبرګون ښودلی.
افغانستانټوس نیوز

امسو په ننګرهار کې د خبریالانو پر وړاندې د یوه طالب چارواکي، سپکاوي ته اندېښنه او غبرګون ښودلی.

۱۶ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان امسو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور د یوه مسؤل له لوري له خبریالانو سره د سپک چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه بنسټ ویلي چې دغه پېښه د دوديزې « نارنج ګل مشاعرې» په جریان کې رامنځته شوې ده.

د امسو د راپور پر بنسټ، دا پېښه سې شنبې، د غویي ۱۵ مه، د غږیزو تجهیزاتو د تنظیم پر مهال رامنځته شوې ده. ویل شوي چې دغه مسؤول د صحنې له سر څخه او د ګډونوالو په وړاندې،خبریالانو ته ناوړه او سپکې خبرې کړي دي.

امسو دغه عمل د رسنیو مسلکي اصولو خلاف او د بیان آزادۍ سره په ټکر کې ګڼلی او ټینګار یې کړی چې د خبریالانو سپکاوی په حقیقت کې د ښاروندانو د معلوماتو د لاسرسي حق ته سپکاوی ګڼل کېږي.

دغه بنسټ همدارنګه د یو شمېر خبریالانو د پرېکړې ملاتړ کړی چې د دې پروګرام پوښښ څخه یې ډډه کړې او دا یې د یوه مدني او د پوهېدلو وړ غبرګون په توګه یاد کړی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.