TOOSnews
اعلان
جرمني كې يو افغان كډوال د چاقو په بريد کې وژل شوى.
نړۍټوس نیوز

جرمني كې يو افغان كډوال د چاقو په بريد کې وژل شوى.

۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د جرمني پولیسو خبر ورکړی چې د بایرن ایالت د هرشینګ ښار د کډوالو په یوه کمپ کې یو ۴۰ کلن افغان د بل افغان له لوري د چاقو په برید کې وژل شوی دی.

د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دوه افغان کډوال د کډوالو د استوګنې په مرکز کې له یو بل سره په شخړه واوښتل. د پولیسو د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، ۳۶ کلن افغان د شخړې پر مهال چاقو راایستلی او پر مقابل لوري یې څو وارې برید کړی دی.

عیني شاهدان وایي، قرباني د سر او ځیګر په برخه کې سخت ټپي شوی و. که څه هم بیړنیو مرستندویه کارکوونکو او ډاکټرانو د هغه د ژغورلو هڅه وکړه، خو نوموړي وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

پولیسو ویلي چې شکمن کس له کوم مقاومت پرته د خپل استوګنځي له کانټینر څخه نیول شوی دی. د چارواکو په وینا، محکمې د هغه د موقت توقیف او زندان ته د لېږدولو حکم صادر کړی دی.

د جرمي پولیسو او څارنوالۍ ادارو د پېښې د انګېزې او نورو اړخونو د روښانه کولو لپاره پراخې څېړنې پیل کړي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.