د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوې مخالفې وسلهوالې ډلې ادعا کړې، چې د جمعې په ماښام یې د لوګر ولایت ودانۍ ته څېرمه پر یوې امنیتي پوستې هدفي برید ترسره کړی دی.
د دغې ډلې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ياد برید کې يي ۲ تنه طالبان وژلي دي. د ازادۍ جبهې په وینا، دا برید یې د خپلو عملیاتو په لړ کې ترسره کړی دی.
تر اوسه طالب چارواکو د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
لیکوال:سعید سمیر








