امریکايي رسنیو هغه کس چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ډزو په پېښه کې شکمن بلل شوی، «نصیر بست» نومولی چې ۲۱ کلن او د مریلینډ ایالت اوسېدونکی و. راپورونه ښيي چې نوموړی مخکې هم څو ځله د امریکا د پټو خدمتونو ادارې له خوا تر پوښتنې او څار لاندې راغلی و.
د خپرو شویو اسنادو له مخې، نصیر بست پخوا ادعا کړې وه چې «عیسی مسیح» دی. همدارنګه، په هغو ټولنیزو شبکو حسابونو کې چې هغه ته منسوب دي، داسې پوسټونه خپاره شوي چې په یوه کې یې د ډوانلډ ټرامپ پر ضد ګواښ لیدل کېږي او په بل پوسټ کې یې لیکلي وو: «زه په حقیقت کې د خدای زوی یم.»
راپورونه وایي چې نوموړی په یوه پېښه کې په جبري ډول د رواني ناروغیو روغتون ته لېږدول شوی و. همدارنګه، په بله دوسیه کې هغه مهال د ځایي پولیسو له خوا ونیول شو چې ځان یې «عیسی مسیح» معرفي کړی و.
د محکمې د یوه بیان له مخې، د امریکا د پټو خدمتونو مامورانو تېر اوړی څو ځله سپینې ماڼۍ ته نږدې ورسره مخامخ شوي وو. په سند کې راغلي چې هغه د سپینې ماڼۍ په ساحه کې د ګرځېدو او د بېلابېلو لارو د ننوتلو په اړه د پوښتنو له امله د پټو خدمتونو لپاره پېژندل شوی کس و.
د محکمې د اسنادو له مخې، نصیر بست د ۲۰۲۵ کال د جون په ۲۶مه هم د سپینې ماڼۍ د یوې برخې مخې ته د موټرو د تګ راتګ د بندولو له امله په جبري ډول بستر شوی و.
د امریکا د پټو خدمتونو د اړیکو مشر، انتوني ګوګلیلمي، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ډزو شکمن کس روغتون ته تر لېږد وروسته مړ شوی دی. هغه وویل چې د شنبې په ورځ له ماښام ۶ بجو لږ وروسته، دغه کس د اوولسم سړک او پنسلوانیا واټ په سیمه کې له خپلې بکسې وسله راوایسته او ډزې یې پیل کړې.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې یو لاروی هم په ډزو ټپي شوی دی. ګوګلیلمي ټینګار وکړ چې ډوتالډ ټرامپ د پېښې پر مهال په سپینه ماڼۍ کې موجود و، خو د پټو خدمتونو تر ساتنې لاندې هېڅ کس ته زیان ونه رسېد او نه هم د امنیتي عملیاتو بهیر اغېزمن شو.
د راپور له مخې، شکمن کس د جورج واشنګټن پوهنتون روغتون ته ولېږدول شو او څو ساعته وروسته د هغه د مړینې خبر د امریکا د پټو خدمتونو ادارې تایید کړ.
تر دې مخکې رویټرز خبري اژانس د یوه پولیس چارواکي له قوله راپور ورکړی و چې شکمن کس سپینې ماڼۍ ته نږدې د امنیتي پوستې ترڅنګ تر ډزو وروسته نیول شوی او روغتون ته لېږدول شوی و. دغه چارواکي ویلي وو چې شکمن کس پر امنیتي ځواکونو ډزې کړې وې، خو هېڅ مامور ته زیان نه و رسېدلی.
فاکس نیوز شبکې هم راپور ورکړی و چې د امریکا د پټو خدمتونو مامورانو وروسته له هغې پر شکمن کس ډزې وکړې چې هغه د سپینې ماڼۍ لوېدیځه برخه کې څو ځله ډزې کړې وې، او د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته د سپینې ماڼۍ قرنطین ختم شو.
همدارنګه، د امریکا د پټو خدمتونو ویاند سي بي اس نیوز ته ویلي چې دغه اداره د اوولسم سړک او د پنسلوانیا شمال لوېدیځ واټ ته نږدې د ډزو له راپورونو خبره ده او د پېښې په اړه پلټنې د سیمې له امنیتي ځواکونو سره په ګډه روانې دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








