په اتریش کې په یوه ناڅاپي پېښه کې، د الوتکو د پرزو د تولید یوه شرکت د امریکا متحده ایالاتو څخه د غوښتل شوو تخنیکي تجهیزاتو پر ځای د انسان د بدن پاتې شونو غړو لرونکې بستې ترلاسه کړې.
دا پېښه دوشنبې د غبرګولي ۲۵مه، د اتریش په لوړ ایالت کې د «افایسيسي» شرکت په تاسیساتو کې، چې د الوتکو د پرزو له لویو تأمین کوونکو څخه دی، د زانکت مارتین ایم اینکرایس ښار کې رامنځته شوه.
د اتریشي رسنیو د راپورونو له مخې، څو یخچالي صندوقونه چې د انسان د بدن پاتې شوني غړي یې لرل دې شرکت ته سپارل شوي وو. موضوع هغه وخت څرګنده شوه کله چې د شرکت یوه کارمند د لومړۍ بستې د پرانستلو پر مهال د صنعتي پرزو پر ځای د یوه انسان د بدن پاتې شونو غړو سره مخ شو.
راپورونه ښيي چې ټولټال اته یخچالي صندوقونه شرکت ته استول شوي وو او لومړنۍ څېړنې څرګندوي چې دا ټولې بستې د انسانانو د بدن پاتې شوني غړي وو، چې د انسانانو اته نیمې تنې پکې شاملې وې.
دغه کارمند د بستې له منځپانګې سره له مخ کېدو وروسته موضوع د شرکت مسوولانو ته راپور کړه او ادارې سمدستي پولیسو ته خبر ورکړ.
خو د امنیتي چارواکو لومړنۍ څېړنو وښودله چې دا پېښه جرمي اړخ نه لري. څېړنې ښيي چې د انسانو د بدن پاتې شوني غړي د ښوونیزو، طبي او څېړنیزو موخو لپاره لېږدول شوي وو او د هغوی اصلي مقصد په جرمني کې یو څېړنیز مرکز و.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، د هوایي ترانسپورټ په بهیر کې تېروتنه شوې او احتمال شته چې د جوپو ناسم بدلون د مونیخ په هوايي ډګر کې رامنځته شوی وي.
مسوولو چارواکو وروسته وویل چې دا جوپه له امریکا متحده ایالاتو څخه لېږل شوې وه او د لېږد پر مهال د افایسيسي شرکت د الوتکو د پرزو له سفارش سره ګډه شوې وه.
تر اوسه معلومه نه ده چې د الوتکو اصلي پرزې چې د دې شرکت لپاره ټاکل شوې وې، کوم ځای ته لېږدول شوي دي او په دې اړه څېړنې روانې دي.
د افایسيسي شرکت مسوولانو ویلي چې دا پېښه د اړوند کارمند لپاره د پام وړ رواني شاک رامنځته کړی دی.
په پای کې، د انسان د بدن پاتې شوني غړي خپل اصلي مقصد ته ولېږدول شول، خو دا نادره تېروتنه د هوایي ترانسپورټ په صنعت کې د اتریش د رسنیو او ټولنیزو شبکو کاروونکو پراخ پام ځان ته اړولی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








