د تل اویو چاپ«اسراییل هیوم»ورځپاڼې په یوه راپور کې هغه څه تشریح کړي چې د«موساد له خوا ایران ته د نفوذ او اسلامي جمهوریت کمزوري کولو پېچلي عملیات»یې بللي دي.دا راپور د موساد د سرچینو په ګډون د دې ادارې د یوه پخواني لوړپوړي چارواکي،له قوله خپور شوی او د موساد د جوړښت او فعالیتونو په اړه کم څاري جزئیات پکې وړاندې شوي.
د راپور له مخې، کله چې داوېډ برنع د ۲۰۲۱ کال په جون کې د موساد مشري پر غاړه واخیسته، د دې ادارې په جوړښت او کاري تګلارو کې یې پراخ بدلونونه راوستل. د دغو بدلونونو له مهمو برخو څخه یوه د موساد د بشري استخباراتو د «زومت» په نوم د واحد بیا رغونه وه؛ هغه واحد چې د موساد د عملیاتي استازو د جذب، روزنې او رهبرۍ مسؤلیت لري.
د دې بیا رغونې په ترڅ کې په موساد کې څو نوې څانګې هم جوړې شوي. له دغو څانګو څخه یوه د غیر اسراییلي استازو د جذب او روزنې مسؤله وه؛ هغه اقدام چې د اسرائیل هیوم په وینا، د موساد په تاریخ کې لومړی ځل ترسره کېده.
د راپور له مخې، تر دې وړاندې غیر اسراییلي کسان یوازې د معلوماتي سرچینو یا خبررسوونکو په توګه له موساد سره همکاري کوله، خو په نوي جوړښت کې ترې د عملیاتي استازو په توګه کار واخیستل شو. اسرائیل هیوم ادعا کړې چې د دغو کسانو یو شمېر په ایران کې دننه فعال وو او ځینو یې د ۱۲ ورځنۍ جګړې په پیل کې د ایران د هوايي دفاعي سیسټمونو په ګډوډولو کې رول درلود.
د راپور په بله برخه کې راغلي چې د نفوذ او رسنیز اغېز لپاره یوه نوې څانګه هم جوړه شوې وه. د دې څانګې دندې د عامه سرچینو څخه د معلوماتو راټولول، د عامه افکارو تحلیل، د رسنیو څارنه، د معلوماتو هدفمند خپرول او په ټولنیزو شبکو کې د جعلي حسابونو له لارې فعالیت کول یاد شوي دي.
اسرائیل هیوم د ۱۴۰۱ کال پر مهال د ایران د پخواني د سړکونو او ښار جوړونې وزیر رستم قاسمي د هغو انځورونو خپرېدل هم د همدې څانګې د فعالیتونو یوه بېلګه بللې ده، چې نوموړی پکې له یوې بېحجابه ښځې سره لیدل کېده. دغه انځورونه د «ښځه، ژوند، ازادي» اعتراضونو پر مهال پراخ غبرګونونه راوپارول او په پای کې یې د هغه د استعفا لامل شول.
په هغه وخت کې ویل شوي وو چې دغه انځورونه په مالیزیا کې اخیستل شوي او په عکس کې موجوده ښځه د قاسمي مېرمن وه. خو د موساد پخواني چارواکي، چې له اسرائیل هیوم سره یې خبرې کړي، ادعا کړې چې موساد په نوې دوره کې پرېکړه کړې وه چې د ایران د اقتصادي چارو ځینې محرمانه معلومات هم خپاره کړي؛ هغه معلومات چې مخکې د استخباراتي سرچینو د ساتنې لپاره پټ ساتل کېدل.
راپور زیاتوي چې د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د ایران پر وړاندې د اسرائیل هدف د اسلامي جمهوریت نسکورول نه وو، خو له جګړې وروسته په موساد کې دا ارزونه رامنځته شوې چې د ایران حکومت زیانمن شوی او د پوځي عملیاتو، استخباراتي نفوذ او پر عامه افکارو د اغېز ګډ ترکیب کولای شي د هغه د کمزوري کولو یا حتی د نسکورېدو زمینه برابره کړي.
د اسرائیل هیوم یوه سرچینه ادعا کوي چې اسرائیل د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې لپاره د ایران پر ضد بل پوځي عملیات پلان کړي وو، خو د اسعارو د نرخ د لوړېدو له امله د رامنځته شویو اعتراضونو له امله دغه پلانونه بدل شول.
همدغه سرچینه وایي چې د موساد تمرکز پر ناراضه ځوانانو او د شهزاده رضا پهلوي پر پلویانو و. د هغه په وینا، موساد غوره ګڼله چې اعتراضونه او پوځي عملیات په بل وخت کې ترسره شي، ځکه دوی باور درلود چې د حکومت پر وړاندې د خلکو د وېرې کچه لا هم لوړه ده.
د راپور په بله برخه کې د ځینو مخالفو ډلو، په ځانګړي ډول د ایران او ګاونډیو هېوادونو د کردي ډلو، د وسلوالو کولو او روزنې د هڅو یادونه شوې ده. همداراز د سیاسي بدیل رامنځته کول او پیاوړي کول، د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن زیاتول، او په ایران کې دننه د ځینو عملیاتو ترسره کول د یادو شویو پلانونو له جملې څخه بلل شوي دي.
اسرائیل هیوم همداراز لیکلي چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA)د ایران د وضعیت په اړه د موساد له ارزونو سره موافقه درلوده او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ په قانع کولو کې یې هم رول لوبولی دی.
خو د موساد د نفوذ د څانګې پخواني مشر له دې ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار کړی چې امکان نه لري امریکا ته داسې تضمین ورکړل شوی وي چې اسلامي جمهوریت به د احتمالي بریدونو وروسته سمدستي سقوط وکړي.
د راپور په پای کې راغلي چې ډاوېډ برنع باور لري که امریکا له ایران سره په خبرو اترو کې اسلامي جمهوریت ته د پام وړ اقتصادي امتیازات ور نه کړي، نو د ایران حکومت به د ۲۰۲۶ کال تر پایه له جدي بحران سره مخ شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








