جمهوري نظام کې د ملي امنیت شورا پخواني ویاند رحمت الله اندړ په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د وروستیو محدودیتونو په غبرګون کې د طالبانو تګلارې د اسلام د اصلي روح او تاریخي واقعیتونو خلاف بللې دي.
اندړ ویلي، اوسنی وضعیت یو متضاد حالت لري؛ له یوې خوا د ښځو لپاره د توقیف او زندان شرایط برابر دي، خو له بلې خوا هغوی ته د زده کړې، کار او تعلیم اساسي حقونه نه ورکول کېږي. هغه زیاتوي چې افغان ښځه د سوالګرو په لیکو او عامه ګڼهګوڼه کې له نارینهوو سره درېدلای شي، خو په منظم ډول په تعلیمي ټولګیو کې ورسره د ناستې اجازه نه لري.
نوموړي د اسلامي تاریخ یادونه کړې او ټینګار یې کړی چې اسلام د خپلو وختونو د ډېرو ټولنو برعکس ښځو ته درناوی ورکړی، هغوی یې د جهالت او جبري دودونو له کړۍ ازادې کړې، د جوماتونو دروازې یې د ښځو پر مخ پرانیستې او د عبادت، زده کړې او ټولنیز ګډون حقونه یې ورکړي دي.
اندړ پر اوسني وضعیت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو له لوري د ښځو د کار، زده کړو، تجارت او عامه ژوند ګڼې دروازې تړل شوي دي. هغه همدارنګه د ځینو مذهبي څرګندونو یادونه کړې چې د ښځو د مقام په اړه د عامه بحثونو لامل شوي او ویلي یې دي چې دغه ډول دریځونه د ټولنیز توازن پر ځای جنجالونه زیاتوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په افغانستان کې پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو په اړه دننه او بهر پراخ غبرګونونه روان دي، او ګڼ نړیوال سازمانونه او اسلامي هېوادونه دا محدودیتونه د بشري حقونو او د اسلامي اصولو له روح سره په ټکر کې بولي.
لیکوال:سعید سمیر








