د جمهوري نظام د ملي امنیت شورا پخواني ویاند او سیاسي شنونکي رحمت الله اندړ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ادعا کړې چې طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د پخواني جمهوري نظام د پوځیانو پر ضد د غچ اخیستنې او پټو وژنو لړۍ روانه ساتلې ده.
اندړ ویلي، هغه پخواني نظامیان چې د طالبانو له لوري د اعلان شوې عمومي عفوې اسناد یې هم درلودل، بیا هم له تعقیب، فشار او وژنو خوندي نه وو. د نوموړي په وینا، ګڼ شمېر پخواني سرتېري د امنیتي ګواښونو له امله هېواد پرېښودو ته اړ شوي او هغه کسان چې په افغانستان کې پاتې دي، له تبعیضي چلند سره مخ دي.
هغه ادعا کړې چې د واکمنۍ په لومړیو اتلسو میاشتو کې له ۵۰۰ څخه ډېر پخواني امنیتي منسوبین په پټه وژل شوي دي. اندړ دغه ادعا د طالبانو د عمومي عفوې له اعلان سره په ټکر کې بللې او دا یې د بشري حقونو جدي سرغړونه ګڼلې ده.
نوموړي د طالبانو پر حکومت نیوکه کړې چې هېواد اساسي قانون نه لري او د طبیعي زېرمو عواید د ولس پر ځای د محدودو کړیو په ګټه لګېږي. هغه همداراز د مالیاتو راټولولو، امنیتي وضعیت او د پاکستان له لوري د ترسره شویو بریدونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
اندړ ټینګار کړی چې د حکومت پر کړنو نیوکه او مخالفت د خلکو مشروع حق دی او زیاته کړې یې ده چې د ولس د پوهاوي او د حقایقو د روښانه کولو هڅې به دوام ولري.
د طالبانو حکومت تر اوسه د رحمت الله اندړ د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو طالبان تل ټینګار کوي چې د عمومي عفوې فرمان عملي شوی او د پخواني حکومت له کارکوونکو او امنیتي منسوبینو سره د غچ اخیستنې پالیسي نه لري.
لیکوال:سعید سمیر








