اریانا افغان هوایي شرکت وایي، کابل ته د افغان حاجیانو په لومړنۍ راستنې شوې الوتکه کې یې مسافرو ته د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخندزاده ۱۷م فرمان په چاپي بڼه وېشلی دی.
د دغه شرکت په خبرپاڼه کې راغلي چې د الوتکې مېلمهپالانو په خپلو لاسونو حاجیانو ته د فرمان چاپ شوې نسخې سپارلې دي. په خپره شوې ویډیو کې هم ښکاري چې د اریانا افغان هوایي شرکت دوه مېلمهپالان د فرمان کاپۍ له ځان سره لري او د الوتکې پر مسافرو یې وېشي.
په ویډیو کې لیدل کېږي چې یو مېلمهپاله یو افغان حاجي له خوبه راویښوي او نوموړي ته د ملا هبتالله یاد فرمان ورکوي.
د طالبانو د مشر په ۱۷م فرمان کې له خلکو غوښتل شوي چې په خپلو ټولنو کې ناوړه دودونه له منځه یوسي او ټولنیز چلندونه د اسلامي شریعت له مخې تنظیم کړي. په فرمان کې له حاجیانو هم غوښتنه شوې چې د ښه راغلاست په مراسمو کې له بېځایه لګښتونو، قیمتي ډالیو، خیراتونو او نورو دودیزو مصارفو څخه ډډه وکړي.
تر دې وړاندې هم د ملا هبتالله فرمانونه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر لویو بېلبورډونو خپاره شوي او د طالبانو د ملا امامانو لهخوا د جوماتونو له منبرونو خلکو ته رسول شوي دي.
په ورته وخت کې، ګڼو نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو د طالبانو یو شمېر فرمانونه د ښځو د حقونو، بیان ازادۍ او نورو اساسي ازادیو پر ضد بللي او پرې یې نیوکې کړې دي.
لیکوال:سعید سمیر








