TOOSnews
اعلان
په قندوز کې وسله‌والو غلو له یوه کوره نغدې پیسې او سره زر لوټ کړي دي.
افغانستانټوس نیوز

په قندوز کې وسله‌والو غلو له یوه کوره نغدې پیسې او سره زر لوټ کړي دي.

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په کندز کې ځايي سرچینې وایي چې د وسله‌والو غلو یوې ډلې د دې ښار په یوه استوګنیز کور ته تر ننوتلو وروسته د کور مېشت مېړه او ښځه په چپرکټ پورې تړلي او د کور له بشپړې پلټنې وروسته یې نغدې پیسې او یو اندازه سره زر له ځان سره وړي دي.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د لوی اختر په لومړۍ ورځ د کندز ښار د «زیردوره» سیمې کې رامنځته شوې ده. ځايي شاهدان وایي چې په دې غلا کې څلور وسله‌وال کسان ښکېل وو او شاوخوا شل دقیقې یې د کور دننه تېرې کړي دي.

سرچینو زیاته کړې چې غلو کور ته له ننوتلو وروسته د کور ټولې برخې وپلټلې او بیا یې د کورنۍ هغه نارینه غړی، چې معلولیت یې درلود، له چپرکټ څخه ښکته کړ. هغوی د نوموړي شاوخوا دوه زره افغانۍ نغدې پیسې هم له ځان سره یوړې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، غله وروسته د کور زېرخانې (تهکوي) ته ښکته شول او هلته یې د دې سړي د مېرمنې اړوند یو اندازه سره زر وموندل او لوټ کړي یې دي.

تر اوسه مسؤلو چارواکو د دې پېښې په اړه کومه رسمي څرګندونه نه ده کړې، او نه هم د عاملینو د هویت یا د هغوی د برخلیک په اړه کوم جزئیات خپاره شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې راپورونه د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د وسله‌والو غلاوو د زیاتېدو خبر ورکوي. په وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې خلکو د غلاوو له امله د ناامنۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

تر دې وړاندې هم په کابل کې ځايي سرچینو ویلي وو چې ځینو کورنیو د خپلو کورونو د ساتنې لپاره د کورونو پر دېوالونو د ماتو ښیښو ټوټې لګولې دي، څو د غلو د ننوتلو مخه ونیسي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.