په پروان ولایت کې ځايي سرچینې وایي چې تېره شپه نامعلومو وسلهوالو د دغه ولایت د مرکز چاریکار ښار په یوه مشهور شیریخپلورنځي برید کړی او شاوخوا ۱۰۰ زره افغانۍ نغدې پیسې یې له ځان سره وړې دي.
د دغه شیریخپلورنځي مالک، چې په پروان کې د شیریخپزانو له پېژندل شویو څېرو څخه ګڼل کېږي، کابل ټایمز نیوز ته ویلي چې وسلهوال بریدګر د شپې له خوا د هغه د کار ځای ته ننوتلي او د پیسو صندوق له ماتولو وروسته یې ټولې نغدې پیسې غلا کړي دي.
د نوموړي په وینا، بریدګرو د پېښې پر مهال هغه او یو شمېر کارکوونکي هم وهلي ټکولي دي. دغه سرچینه ادعا کوي چې بریدګر د ظاهري بڼې او جامو له مخې د طالبانو ځواکونو ته ورته وو، خو تر اوسه یې کره هویت نه دی معلوم شوی.
د دې سوداګریز مرکز مالک وایي چې د مالي زیان ترڅنګ، د پېښې له امله ځینې کارکوونکي هم ټپیان شوي دي.
یاد شیریخپلورنځی په پروان ولایت کې له مشهورو مرکزونو څخه شمېرل کېږي او د بېلابېلو ولایتونو ګڼ شمېر اوسېدونکي ورسره اشنا دي.
د راپور تر خپرېدو پورې، په پروان ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکو د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي او د احتمالي نیونو په اړه هم کوم جزییات نه دي خپاره شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








