د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په کابل کې د سرطان د تشخیص ملي روغتون ته هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ تنه ناروغان د درملنې او طبي مشورو لپاره مراجعه کوي.
د دغه وزارت په وینا، په یاد روغتون کې د سرطان ناروغانو لپاره د درملنې او تشخیص بېلابېلې اسانتیاوې برابرې شوي دي او ناروغان کولای شي د متخصصو ډاکټرانو له لوري طبي خدمتونه ترلاسه کړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې روغتون کې د جراحي، راډیولوژۍ، ارواپوهنې او نورو اړوندو طبي څانګو خدمات هم وړاندې کېږي.
د عامې روغتیا وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د سرطان ناروغیو د زیاتېدو او د درملنې د محدودو امکاناتو په اړه اندېښنې موجودې دي.
لیکوال:سعید سمیر








