ځايي سرچینې په بامیان ولایت کې وایي چې د باران روغتیايي علومو انسټیټیوټ یو ځل بیا د طالبانو د استخباراتو ځواکونو له لوري تړل شوی او د دې تعلیمي مرکز یو شمېر مسؤلان او استادان نیول شوي دي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د دوشنبې په ورځ دې خصوصي تعلیمي مرکز ته له ننوتلو وروسته، د دې انسټیټیوټ څو لوړپوړي مسؤلان نیولي دي، چې پکې د انسټیټیوټ له بنسټاېښودونکي نوید مظفري، اداري مدیر عبدالحق شفق او تدریسي مدیر محمدحسن اکبري شامل دي.
همداراز راپورونه وایي چې اووه تنه استادان او د انسټیټیوټ رئیس ډاکټر علي نجفي هم نیول شوي وو، خو څو ساعته وروسته د ضمانت په بدل کې خوشې شول.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د انسټیټیوټ د دروازو له مهر او لاک کولو وروسته، له کارکوونکو څخه ژمنه اخیستل شوې چې نوید مظفري به ځان د استخباراتو اتم آمریت ته معرفي کوي. سرچینې وایي چې نوموړی د چهارشنبې په سهار نیول شوی دی.
تر اوسه د نورو نیول شویو کسانو د وضعیت او برخلیک په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په افغانستان کې د تعلیمي مرکزونو د فعالیتونو د محدودېدو او د ځوانانو د تحصیلي راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.
لیکواله :سلیمه آریایي








