TOOSnews
اعلان
د پنجشېر په پریان ولسوالۍ کې څو کسان وروسته له وسله والې جګړې نیول شوي دي.
افغانستانټوس نیوز

د پنجشېر په پریان ولسوالۍ کې څو کسان وروسته له وسله والې جګړې نیول شوي دي.

۲۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د پنجشنبې په ورځ، د غویي ۱۷ مه، د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ په ځینو برخو کې وسله‌والې نښتې رامنځته شوي دي. د دې سرچینو په وینا، وروسته له دې پېښې د جمعې په ورځ، د غویي ۱۸ مه، طالب ځواکونه کوجان کلي ته ننوتل او لږ تر لږه ۷ کسان یې د دې پېښو په تړاو نیولي دي.

د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې نښتې او نیول شوو کسانو په اړه کومه څرګندونه نه ده کړې. همدارنګه د نیول شوو کسانو هویت تر اوسه په رسمي توګه نه دی اعلان شوی.

د ځایي سرچینو د راپورونو له مخې، د په پریان سیمه کې له څو میاشتو راهیسې امنیتي کړکېچونه پیل شوي دي.

سرچینې وايي، دغو پېښو د ۱۴۰۴ کال د لېندۍ ۲۷ مې، د کوجان په کلي کې د طالبانو د رنجر موټر د اور لګولو وروسته زور اخیستی.

ځایي سرچینې وايي چې د هغه وروسته، د ۱۴۰۵ کال د وري میاشت کې د پریان جومات کې د طالبانو په یوه پوسته برید وشو چې په پایله کې یې د طالبانو دوه کسان ووژل شول. همدغه سرچینې وايي چې د ملا ګل‌حیدر، د طالبانو د استخباراتو مرستیال، وژل هم په کوجان کلي کې د دې سیمې یوه مهمه پېښه وه.

محلي سرچینې چې د امنیتي دلایلو له مخې یې نوم نه دی ښودل شوی، وايي چې وروسته له دې پېښو، طالب ځواکونه د کوجان کلي ګڼ شمېر ملکي اوسېدونکي نیولي دي. همدارنګه د ځینو نیول شوو کسانو د شکنجې راپورونه خپاره شوي دي.

سرچینې وايي، د طالبانو استخباراتو په دې ادعا چې د بریدونو عاملان په ستراتیژیکه سیمه«سمهر دره»کې پټ شوي، په دې سیمه کې یې دوه پراخ عملیات پیل کړي دي.

محلي سرچینو همدارنګه ویلي چې د غویي ۱۵ مه، د طالبانو ځواکونو له دوو لارو، په شمول د شهربلند کلي او د درې داخلي لارې څخه، برید کړی چې په پایله کې له مقاومت سره مخ شوي او تېری کوونکي د درې کسانو له وژل کېدو او د یوه کس له ټپي کېدو وروسته شا تګ کړی دی.

اوس مهال د پریان ولسوالۍ امنیتي وضعیت خورا پوځي راپور شوی دی. ځايي اوسېدونکي د نیول شویو کسانو د زیاتوالي، د تګ راتګ محدودیتونو او د امنیتي کړکېچونو د شدت په اړه اندېښمن دي.

سرچینې وايي چې په کوجان کلي کې هم د تګ راتګ سخت بندیزونه لګول شوي او د ماښام له لمانځه وروسته هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې له خپل کور څخه دباندې ووځي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.