د پکتیکا ولایت یو شمېر اوسېدونکو ادعا کړې چې په دغه ولایت کې د یوه سپینږیري سړي د کور مخې ته ځای پر ځای شوی ماین چاودېدلی، چې له امله یې د کور خاوند او د هغه زوی ټپیان شوي دي.
د اوسېدونکو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې سپینږیری سهار وختي د خپل کور دروازه خلاصوله. دوی زیاتوي چې له دروازې سره نښلول شوی ماین په همدې مهال وچاودېد او دواړه کسان یې ټپیان کړل.
ځايي خلک ادعا کوي چې د پېښې تر شا شخصي دښمنۍ او شخړې موجودې دي. هغوی همدارنګه وایي چې د سیمې امنیتي وضعیت ته په کتو، دا ډول چاودېدونکي توکي د عادي خلکو له لاسرسي بهر دي او د دوی په باور «له سیمهییزو با نفوذه کسانو له همکارۍ پرته د ماین ځای پر ځای کول امکان نه لري».
تر اوسه د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي، او د پېښې دقیق ځای او څرنګوالی لا هم نه دی روښانه شوی.
لیکوال:سعید سمیر








