TOOSnews
اعلان
عاصم منير: د طالبانو له لوري د پاكستاني وسله والو ملاتړ «نامعقوله تګلاره» ده.
افغانستانټوس نیوز

عاصم منير: د طالبانو له لوري د پاكستاني وسله والو ملاتړ «نامعقوله تګلاره» ده.

۱۶ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان د پوځ لوی درستیز مارشال عاصم منیر او یو شمېر نورو لوړپوړو پوځي قومندانانو په یوې غونډه کې ویلي، چې پر کابل واکمنه د طالبانو اداره د پاکستاني وسله‌والو د ملاتړ له لارې یوه «نامعقوله او منحرفه تګلاره» تعقیبوي.

دوی ټینګار کړی، چې دغه تګلاره نه یوازې د سیمې امنیت ته زیان رسوي، بلکې د افغانستان د خلکو ملي ګټې هم تر پښو لاندې کوي. د پوځ مشر زیاته کړې، چې دا ډول کړنې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.

پاکستاني پوځي چارواکو په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د ټولې سیمې ګډ مسوولیت دی او له افغانستانه یې غوښتي، چې د خپلو ژمنو له مخې د وسله‌والو ډلو پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.

تر اوسه د طالبانو ادارې د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.