TOOSnews
اعلان
اسوشيټډ پرېس: د ټرمپ د بريدونو د ځنډ اعلانونه لنډمهاله ثابت شول.
نړۍټوس نیوز

اسوشيټډ پرېس: د ټرمپ د بريدونو د ځنډ اعلانونه لنډمهاله ثابت شول.

۱۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

اسوشیټډ پرېس په خپل تازه راپور کې ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د ځنډولو اعلانونه څو ځله تکرار کړي، خو د واشنګټن او تهران ترمنځ روان کړکېچ لا هم نه دی ختم شوی.

د راپور له مخې، ټرمپ له پراخو پوځي ګواښونو وروسته څو ځله اعلان کړی چې د دیپلوماټیکو خبرو او احتمالي هوکړې لپاره به پوځي عملیات وځنډوي، خو دغه ځنډونه اکثره یوازې څو ساعته یا څو ورځې دوام کړی او ورپسې تاوتریخوالی بېرته زیات شوی دی.

اسوشیټډ پرېس لیکلي، چې د روان کال د وري، غويي، غبرګولي، چنګاښ او زمري په میاشتو کې څو ځله د بریدونو د درولو یا اوربند اعلان شوی، خو هر ځل خبرې اترې له ناکامۍ سره مخ شوي او د دواړو لورو ترمنځ پوځي اقدامات بیا پیل شوي دي.

د راپور له مخې، تر ټولو وروستۍ پېښه د جمعې په ورځ رامنځته شوه، کله چې ټرمپ تر سختو پوځي ګواښونو څو ساعته وروسته اعلان وکړ چې د احتمالي هوکړې او دیپلوماټیکو خبرو د فرصت د رامنځته کېدو لپاره یې پلان شوی برید لغوه کړی دی.

بلخوا، ایراني چارواکو ویلي چې د ټرمپ له څرګندونو سره سره د هر ډول احتمالي پوځي اقدام پر وړاندې خپل بشپړ چمتووالی ساتي او امنیتي تدابیر یې لا هم پر خپل ځای دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.