TOOSnews
اعلان
اتمر: د افغانستان د ثبات لپاره ملي يووالي، تفاهم او د خبرو اترو فرهنګ اړين دى.
افغانستانټوس نیوز

اتمر: د افغانستان د ثبات لپاره ملي يووالي، تفاهم او د خبرو اترو فرهنګ اړين دى.

۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د محرم میاشتې او عاشورا د ورځې په مناسبت ویلي چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره ملي یووالی، ګډ کار او د خبرو اترو فرهنګ بنسټیز اهمیت لري.

اتمر په ایکس کې خپور کړي پیغام کې ویلي، د عاشورا تاریخي پېښه د اسلام په تاریخ کې د ایمان، تقوا، عدالت‌غوښتنې، صبر او استقامت تلپاتې ارزښتونه انځوروي او مسلمانانو ته د مسؤلیت‌پذیرۍ او یووالي درس ورکوي.

هغه د حضرت امام حسین او د هغه د یارانو قربانۍ د عزت، ازادۍ، ایثار او انساني او اسلامي ارزښتونو ته د وفادارۍ بېلګه بللې او ټینګار یې کړی چې د عاشورا پیغام د حق، عدالت او انساني کرامت د ساتنې الهام‌بښونکی دی.

د پخواني بهرنیو چارو وزیر په وینا، د هېواد د ټولو وګړو ګډون، د انساني حقونو او کرامت درناوی او د سولې او ملي تفاهم لپاره ګډې هڅې د افغانستان د راتلونکي لپاره حیاتي ارزښت لري.

اتمر زیاته کړې چې د افغانستان باثباته راتلونکی د ملي همغږۍ او ګډو همکاریو پورې تړلی دی او د عاشورا پیغام مسلمانان دې ته رابولي چې د تاوتریخوالي پر ځای د خبرو اترو، عدالت او متقابل تفاهم لاره خپله کړي.

هغه په پای کې هیله څرګنده کړې چې افغانستان د یووالي، سولې او سوله‌ییز ګډ ژوند په مټ د تلپاتې ثبات او روښانه راتلونکي پر لور حرکت وکړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.