ځايي سرچينې په ننګرهار ولايت کې وايي، د دې ولايت په مرکز جلالاباد ښار کې د يوې نجلۍ مړی د تاوتريخوالي له نښو سره موندل شوی دی. د سرچينو په وينا، دغه مړی د پنجشنبې په ورځ، د زمري پنځلسمه، له غرمې مخکې د جلالاباد ښار د درېيمې ناحيې اړوند بابريان سيمه کې د سيمې اوسېدونکو موندلی دی.
د يوې ځايي سرچينې په وينا، اوسېدونکو د مړي له موندلو وروسته موضوع د طالبانو اړوند امنيتي حوزې پوليسو ته راپور کړه. طالبانو سيمې ته له رسېدو وروسته د لا ډېرو څېړنو لپاره د دغې نجلۍ مړی د ننګرهار مرکزي روغتون ته لېږدولی.
تر اوسه د دغې نجلۍ هويت نه دی معلوم شوی، خو ځايي سرچينې وايي چې عمر يې شاوخوا دولس کاله و. مسؤلو چارواکو هم تر اوسه د قرباني د هويت يا د هغې د کورنۍ په اړه کوم جزئيات نه دي خپاره کړي.
ډاکټرانو په لومړنيو معاينو کې ويلي چې د نجلۍ د بدن پر بېلابېلو برخو د تاوتريخوالي نښې ليدل شوي دي. د هغوی په وينا، لومړنۍ ارزونې ښيي چې ښايي قرباني د ساه بندېدو له امله مړه شوي وي، خو وروستی لامل به د څېړنو تر بشپړېدو وروسته څرګند شي.
د طالبانو ځايي چارواکو ويلي چې د قرباني د هويت د تثبيت، د هغې له کورنۍ سره د اړيکې نيولو، د وژنې د عامل يا عاملانو د پېژندلو او د پېښې د څرنګوالي د روښانه کولو لپاره يې څېړنې پيل کړي دي.
خو تر اوسه طالبانو د دې پېښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي او د روانو څېړنو په اړه نور جزئيات هم نه دي خپاره شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








