میرال حسین، د برېټانیې مسلمانې استازې، ویلي چې د طالبانو نوې اصولنامه چې د ښځې او مېړه د جلاوالي په اړه ده، په عمل کې «د ماشومانو پر وړاندې د تېري قانون» بلل کېدای شي. د منتقدانو په باور، دغه اصولنامه په افغانستان کې د ماشومانو ودونو ته قانوني بڼه ورکوي.
میرال حسین، چې د برېټانیې د پارلمان مسلمانه او ترکتوکمه غړې ده، د شنبې په ورځ د غبرګولي په دویمه نېټه، په اېکس کې په خپل حساب کې په یوه لنډ یادښت کې د طالبانو د طلاق او د مېړه او ښځې د جلاوالي د نوې اصولنامه په اړه یې غبرګون ښودلی دی.
طالبان دغه اصولنامه شرعي او اسلامي بولي.ذبیح الله مجاهد، د طالبانو ویاند، د غویي په ۳۰مه د بشري حقونو اعتراضونه بېاهمیته وبلل او ویې ویل چې دا ډول نیوکې نوې خبره نه ده او د طالبانو ادارې ته هېڅ اهمیت نه لري.
د طالبانو د عدلیې وزارت د غویي په ۲۴مه اعلان وکړ چې «د زوجینو د تفریق اصولنامه» د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده تر توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپره شوې ده.
دغه اصولنامه ۳۱ مادې لري او د نکاح د فسخ شرایط، د ماشومانو ودونه او د حضانت اړوند احکام پکې مشخص شوي دي.
د طالبانو نوې اصولنامه د نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو فعالانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده. نړیوال سازمانونو او د بشري حقونو هم د دې اصولنامې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه سند په افغانستان کې د ماشومودونه بنسټیزه کوي.
تر دې مخکې شاوخوا ۱۰۰ د بشري حقونو بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې «د زوجینو د تفریق اصولنامه» د افغانستان د ټولنې د نیمایي وګړو اساسي حقونه له پامه غورځولي دي. دغو بنسټونو باور څرګند کړی چې دغه سند د ماشومانو ودونو ته مشروعیت ورکوي او د دې اصولنامې د «بشپړ، سمدستي او بېقیده لغوه کېدو» غوښتنه یې کړې ده.
خو ذبیح الله مجاهد د دغو غبرګونونو له پامه غورځولو سره ویلي: «دا اعتراضونه د اسلام له احکامو سره ښکاره ټکر لري، نو ځکه باید ورته پام ونه شي.»
لیکواله:سلیمه آریایي








