د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامه اړیکو مشر احسان الله احسان وایي، د امریکا او ایران ترمنځ جګړې او په منځني ختیځ کې وروستیو کړکېچونو د افغانستان او ایران ترمنځ پر سوداګریزو اړیکو هېڅ منفي اغېز نه دی کړی.
د نوموړي په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ صادرات او واردات په عادي ډول روان دي او د سیمې بدلونونو، که څه هم د یو شمېر هېوادونو پر سوداګرۍ اغېز کړی، خو د کابل او تهران ترمنځ سوداګریزې اړیکې یې نه دي اغېزمنې کړي.
احسان زیاته کړه، افغانستان ایران ته بېلابېل کورني محصولات، لکه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، زعفران، وچه او تازه مېوه او نور صنعتي تولیدات صادروي.
هغه وویل، د سوداګرۍ او پانګونې خونه له اړوندو ادارو سره په همغږۍ هڅه کوي، څو افغان سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې او د کورنیو تولیداتو د ودې او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره مناسب فرصتونه رامنځته کړي.
لیکواله:سعید سمیر








