TOOSnews
اعلان
د پولیسو کلمې بدلون او د هبت الله اخندزاده وروستۍ وینا کې د تخلفاتو په اړه خبرداری.
افغانستانټوس نیوز

د پولیسو کلمې بدلون او د هبت الله اخندزاده وروستۍ وینا کې د تخلفاتو په اړه خبرداری.

۱۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

هبت‌الله آخندزاده، د طالبانو مشر، په خپلو تازه څرګندونو کې د دې ډلې چارواکو ته ویلي چې د هغه له حکمونو اطاعت «د الله او رسول اطاعت په شان اړین دی» او هغه یې د دیني نافرماني په اندازه ګنلي دي.

هغه همدارنګه خبرداری ورکړی چې له دې وروسته به له «بې اطاعتي» سره په جدي توګه چلند وشي او خپلو چارواکو ته یې ویلي چې که څېړنې پیل شي، باید له کوم منځګړیتوب پرته د هغه له اقداماتو ملاتړ وکړي.

دغه څرګندونې په تازه ناسته کې د ماليې وزارت له رئیسانو سره شوي دي. د دې ناستې سرچینو رسنیو ته ویلي چې د دې خبرو اصلي هدف د طالبانو په اداره کې د ځینو چارواکو د اداري او مالي فساد پر وړاندې مبارزه وه.

اخندزاده په دې ناسته کې ټینګار کړی چې هر هغه کس چې په اداره کې مقرر شي باید خپلې شتمنۍ له پیل څخه ثبت کړي او په وخت د هغې حساب ورکړل شي. د هغه په وینا، که د یو کس شتمني د لومړنۍ پانګې نه زیاتې شي، نو باید هغه بیت‌المال ته وسپارل شي.

د طالبانو مشر همدارنګه امر کړی چې د «پولیس» کلمه باید له کاره وغورځول شي او پر ځای یې «شرطي» وکارول شي او ویلي یې دي چې ډیر ژر به د دې موضوع اړوند قانون نافذ کړي.

هغه اعلان کړی چې د «پخوانیو نافرمانیو» بخښنه کوي او له الله څخه د بخښنې غوښتنه کوي، خو خبرداری یې ورکړی چې له دې وروسته به د هر ډول تخلف سره جدي چلند وشي.

اخندزاده د طالبانو چارواکو ته ویلي چې «تحفه» مه ترلاسه کوئ او ټینګار یې کړی چې امتیازات او تحفې یوازې د «امارت ځواک» له امله ورکول کېږي. هغه همدارنګه یادونه کړې چې مخکې له دې داسې امتیازات دوی ته نه وو ورکړل شوي.

په خپلو نورو څرګندونو کې یې ویلي چې مسئولین باید په خپلواکه توګه دیني مدارس جوړ نه کړي، او که داسې څه وکړي، باید هغه وزارت معارف ته وسپارل شي، ځکه چې په وینا یې دا عمل کولی شي د فساد او رشوت ورکولو لامل شي.

سره له دې، راپورونه ښیي چې ګڼ شمېر د طالبانو چارواکي شخصي دیني مدرسې لري او یو شمېر طالبان پکې زده کړې کوي.

د طالبانو مشر همدارنګه ټینګار کړی چې په ټولو «تخنیکي او غیر تخنیکي» ناستو کې د دیني عالمانو شتون اړین دی، ځکه چې د هغه په وینا، ټولې دنیوي چارې دیني هدایت ته اړتیا لري.

هغه د «بې اطاعتي» راپورونو ته په اشارې سره یو ځل بیا پر دې ټینګار وکړ چې د خپلو فیصلو ملاتړ باید بې واسطې وي او ویې ویل چې په تخلفاتو کې د څېړنو پروسه کې باید هېڅ ډول منځګړیتوب ونه شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.