چین د دښتو د پراخېدو، د شګو او دوړو د طوفانونو د مخنیوي او د چاپېریال د زرغونولو لپاره د نیالګیو د کښېنولو بهیر چټک کړی دی. دغه هېواد اوس له هغو پرمختللو روبوټونو کار اخلي چې د لمریزې انرژۍ پر مټ چلېږي او په پراخو دښتي سیمو کې نیالګي کري.
د راپورونو له مخې، دغه روبوټونه کولی شي په سختو اقلیمي شرایطو او لوړو تودوخو کې په چټکۍ او دوامداره توګه کار وکړي، هغه څه چې د انسانانو لپاره هم ستونزمن او هم وختنیونکي دي. د دې ټکنالوژۍ په مرسته د نیالګیو د کښېنولو سرعت زیات شوی او د چاپېریال ساتنې هڅې لا اغېزمنې شوي دي.
چین هڅه کوي د نوې ټکنالوژۍ او پاکې انرژۍ په کارولو سره د اقلیمي بدلونونو اغېزې کمې او د شنو سیمو پراختیا ته وده ورکړي.
لیکوال:سعید سمیر








