TOOSnews
اعلان
چین د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د خپرېدو بشپړ حق تر لاسه کړ.
ورزشټوس نیوز

چین د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د خپرېدو بشپړ حق تر لاسه کړ.

۲۶ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د چین ځایي رسنیو راپور ورکړی چې «چینایي رسنیزه ډله» (سي ام جي)، د دې هېواد دولتي تلویزیون مرکزي شرکت، د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو د خپرولو حق ترلاسه کړی دی. دغه تړون له یوې میاشتې څخه مخکې د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د پایلوبو له پیل څخه مخکې نهایی شوی و.

د نانجینګ ښار چاپ «یانګتسه ایونینګ پوسټ» ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه تړون د نړیوال فوټبال فډراسیون او د چین دولتي رسنیو ترمنځ شوی، خو د تړون مالي ارزښت یا د وخت موده، چې د ۲۰۳۰ کال د نړیوال جام احتمالي پوښښ هم پکې شامل دی، لا نه ده خپره شوې.

د رویټرز خبري اژانس په راپور کې ویل شوي، په تېرو نړیوالو جامونو کې، لکه د ۲۰۱۸ روسیې او د ۲۰۲۲ قطر سیالیو پر مهال، د چین دولتي شبکه «سي سي ټي وي» د سیالیو د پیل څخه مخکې د خپرولو حق ترلاسه کړی و او د نړیوال جام ځانګړي پروګرامونه او کمپاینونه یې له څو اونیو مخکې پیل کړي و.

سره له دې چې دا راپورونه خپاره شوي، «سي سي ټي وي» تر اوسه رسنیو ته د رسمي نظر ورکولو غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی. نړیوال فوټبال فدراسیون هم مخکې ویلي و چې د نړیوال جام د خپرولو تړونونه یې په ۱۷۵ څخه زیاتو هېوادونو او سیمو کې نهایی کړي، خو د چین او هند سره خبرې لا هم روانې دي.

په همدې حال کې، د نړیوال فوټبال فډراسیون عمومي منشي ماټیا ګرافسټروم د بېجینګ سفر او د چین د فوټبال فډراسیون له مشر سونگ کای سره د لیدنې په اړه د دواړو خواوو ترمنځ د تړون نږدې کېدو اټکلونه زیات کړي دي.

راپورونه وایي، «سي سي ټي وي» له «میګو» انټرنېټي پلیټفارم څخه چې د «چاینا موبایل» شرکت پورې اړه لري هم غوښتنه کړې چې د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د سیالیو آنلاین خپرولو کې همکاري وکړي. سره له دې، یوې باوري سرچینې ویلي چې د دې تړون مالي جزئیات او دقیق شرایط لا نه دي مشخص شوي، او «میګو» تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په تېرو دورو کې هم د چین د نړیوال جام د سیالیو د ډیجیټلي خپرولو یوه برخه آنلاین پلیټفارمونو ته سپارل شوې وه. په ۲۰۱۸ کال نړیوال جام کې، «سي سي ټي وي» د انټرنېټ د خپرولو یوه برخه «میګو» او «یوکو» ته ورکړې وه، او په ۲۰۲۲ کال د قطر جام کې خپرونه د «دوئین» او ځینو داخلي شبکو له لارې ترسره شوې وه.

د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام به په ګډه د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربه‌توب ترسره شي او دا به لومړی ځل وي چې په دې سیالیو کې ۴۸ ټیمونه ګډون کوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.