TOOSnews
اعلان
د چين انسان ډوله روبوټ د يوسين بولټ ١٠٠ متره نړيوال ريكارډ مات كړ.
نړۍټوس نیوز

د چين انسان ډوله روبوټ د يوسين بولټ ١٠٠ متره نړيوال ريكارډ مات كړ.

۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د چین د سمارټ‌فون جوړونکي شرکت «هونور» له خوا جوړ شوي انسان‌ډوله روبوټ «لایټنېنګ» ۱۰۰ متره واټن په ۹،۳۲ ثانیو کې وهلی او د نامتو جامیکايي منډه‌وهونکي یوسین بولټ نړیوال ریکارډ یې مات کړی دی.

د چین دولتي ټلوېزیون د شنبې په ورځ، د اګست پر ۲۲مه، راپور ورکړی چې دغه روبوټ د نړیوالو انسان‌ډوله روبوټ لوبو د چمتووالي په یوه سیالۍ کې یاد واټن بشپړ کړی دی. د دغو لوبو دویم پړاو هم د شنبې په ورځ په پیکینګ کې پیل شوی دی.

د راپور له مخې، لایټنېنګ د ازمویښتي منډې پر مهال په یوه ثانیه کې ۱۴،۵ متره سرعت ته رسېدلی دی. دا وخت د یوسین بولټ له ۹،۵۸ ثانیه‌یي نړیوال ریکارډ څخه چټک دی، چې نوموړي په ۲۰۰۹ کال کې د جرمني په برلین کې د اتلتیک نړیوالو سیالیو پر مهال ثبت کړی و.

لایټنېنګ تر دې وړاندې هم د انسانانو په پرتله د چټک حرکت وړتیا ښودلې وه. دغه روبوټ د اپرېل په میاشت کې د ۲۱ کیلومتره پیکینګ نیمه ماراتون سیالي په ۵۰ دقیقو او ۲۶ ثانیو کې بشپړه کړې وه.

د نیمه ماراتون پر مهال د روبوټ قد ۱۶۹ سانتي‌متره او د پښو اوږدوالی یې ۹۵ سانتي‌متره و. د چین دولتي ټلوېزیون په وینا، څېړونکو د نړیوالو انسان‌ډوله روبوټ لوبو له پیل وړاندې د هغه پښې ۱۰ سانتي‌متره اوږدې کړې او اوس یې اوږدوالی ۱،۰۵ متره دی.

چین په وروستیو کلونو کې انسان‌ډوله روبوټونه د یوې ستراتیژیکې او راټوکېدونکې صنعتي برخې په توګه هڅولي دي. د دغه هېواد چارواکي او شرکتونه تمه لري چې په مصنوعي ځیرکتیا او هارډوېیر کې پرمختګونه به په تولید، لوژستیک او نورو برخو کې د دغو روبوټونو کارول لا پراخ کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.