د ایران د اورګاډي شرکت اجرائیه رئیس، جبارعلي ذاکري، اعلان کړی چې د هرات–مزارشریف د اورګاډي پټلۍ په پروژه کې د ایراني شرکتونو ګډون د دواړو لورو ترمنځ د شویو هوکړو له مخې ترسره کېږي. نوموړي د قراردادونو د ارزښت، د اجراکوونکو شرکتونو د نومونو او د پروژې د بشپړ مهالویش په اړه نور جزئیات نه دي کړي.
په ورته وخت کې، د افغانستان د رېل پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم رئیس، مصطفی رضایي، د دې پروژې د لومړي پړاو د پیل خبر ورکړ او د هغې د تخنیکي او مالي اړخونو په اړه یې نور معلومات وړاندې کړل. د هغه په وینا، د دې پړاو اوږدوالی شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره دی چې د هرات ولایت له روزنک سیمې څخه د کوشک ولسوالۍ پورې غځېږي.
رضایي د ایران له دولتي خبري اژانس (اېرنا) سره په خبرو کې وویل، د هرات–مزارشریف د شاوخوا ۶۵۰ کیلومتره اوږدې رېل پټلۍ د جوړېدو مطالعات د ایران له لوري بشپړ شوي او اوس پروژه د مطالعاتو د یوځای کولو او د اصلي مسیر د بیا طرحې مرحلې ته داخله شوې ده.
د افغانستان د رېل پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم د رئیس په وینا، د دې پروژې ټولې د ډیزاین، اجرا او ساختماني مدیریت چارې به د ایران له لوري ترسره کېږي، او د پروژې لګښت به د افغانستان له خوا د شاوخوا ۲ میلیارده ډالرو په مالي تمویل ورکول کېږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا رېل پټلۍ درې برخې لري: د خواف–هرات برخه چې مخکې ایران جوړه کړې، د هرات–مزارشریف برخه چې د ایران په همکارۍ به جوړه شي، او د مزارشریف–واخان برخه چې د هغې د جوړولو مسؤلیت د چین پر غاړه دی.
رضایي همدارنګه د رېل پټلۍ د زېربناوو او د کانونو د سکتور د پراختیا په برخه کې د همکاریزو تفاهملیکونو د لاسلیک خبر ورکړ او ویې ویل، لومړنی هدف دا دی چې هر کال د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې ۲ میلیونه ټنه توکي ولېږدول شي.
که دا پروژه بشپړه شي، د هرات–مزارشریف رېل پټلۍ به د افغانستان لوېدیځ او شمالي زونونه سره ونښلوي او د سیمهییز ترانزیټ په برخه کې به د افغانستان رول لا پیاوړی کړي. تر دې وړاندې، د خواف–هرات رېل پټلۍ، چې د ایران او افغانستان ترمنځ لومړنۍ مستقیمه رېل پټلۍ ده، افغانستان ته د ایران د رېل شبکې او د دغه هېواد جنوبي بندرونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.
سره له دې چې د طالبانو اداره د زېربناوو او ترانزیټي لارو پراختیا د خپلو اقتصادي لومړیتوبونو له ډلې ګڼي، خو تر اوسه یې د هرات–مزارشریف د رېل پټلۍ د پروژې د مالي تمویل سرچینو، د اجرايي قراردادونو او د بشپړېدو د وروستي مهالویش په اړه بشپړ جزئیات نه دي خپاره کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








