د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د مالي سرچینو د پام وړ کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د مرستو پروګرامونه له جدي بودجوي کموالي سره مخ دي؛ داسې وضعیت چې کولی شي د میلیونونو اړمنو وګړو ژوند لا زیات له خطر سره مخ کړي.
د اوچا د خپرو شوو شمېرو له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو د پروګرامونو د پلي کېدو لپاره ۱.۷۱ میلیارده ډالرو بودجې ته اړتیا ده، خو تر اوسه یوازې ۲۹۲ میلیونه ډالر چې د دې ټولې اړتیا ۱۷ سلنه جوړوي، برابر شوي دي.
اوچا خبرداری ورکړی چې د نړیوالې ټولنې د مالي ملاتړ کمښت د مرستندویه بنسټونو وړتیا په جدي ډول محدوده کړې ده. دغه اداره ټینګار کوي چې د افغانستان د میلیونونو کورنیو لپاره، نننۍ بشري مرستې د راتلونکې د بقا ضامن دي.
په همدې وخت کې، تازه راپورونه په افغانستان کې د بشري بحران د لا سختېدو ښکارندويي کوي. د امریکا د «ډاټا فار افغانستان» په نوم بنسټ وړاندوینه کړې چې د روان کال د اپرېل او سپتمبر میاشتو ترمنځ به له ۱۱ میلیونو څخه زیات کسان په افغانستان کې د خوړو د ناامنۍ له «بحران» او تر هغه لوړې کچې سره مخ شي.
د راپور له مخې، د پېرلو د توان کمښت، د بېکارۍ پراخېدل او د اقتصادي ستونزو دوام د دې لامل شوی چې ډېری کورنۍ حتی د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له جدي ستونزو سره مخ شي. دغه وضعیت میلیونونه کسان د خوړو له پلوه په بحراني، اضطراري او حتی د «ناورین» حالت کې اچولي دي.
له بلې خوا، د ناروې د کډوالو شورا افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې د نړۍ له تر ټولو کم تمویل شوو بشري بحرانونو څخه بللی او ویلي یې دي چې تر اوسه د مرستو د پروګرامونو لپاره د اړتیا وړ بودجې له پنځمې برخې هم کمه برخه برابره شوې ده.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې په روان کال کې به په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیونه کسان د ژوند د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړ وي؛ دا شمېر د دې څرګندونه کوي چې بشري بحران لا هم دوام لري او د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې بیړني اقدام ته اړتیا ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








