TOOSnews
اعلان
دلاور: امريكا د دوحې خبرو كې په افغانستان كې د پوځي اډې غوښتنه كړې وه.
افغانستانټوس نیوز

دلاور: امريكا د دوحې خبرو كې په افغانستان كې د پوځي اډې غوښتنه كړې وه.

۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

شهاب‌الدین دلاور، د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړي، ویلي چې امریکایي چارواکو د دوحې د سولې خبرو پر مهال په افغانستان کې د یوې پوځي اډې د ساتلو غوښتنه کړې وه، خو طالبانو یې غوښتنه نه ده منلې.

د نوموړي په وینا، زلمي خلیلزاد هغه مهال خبرداری ورکړی و چې که امریکا خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي، هېواد به د سوریې په څېر له ناامنۍ او د تجزیې له خطر سره مخ شي. دلاور ادعا وکړه چې خلیلزاد ویلي وو د جنرال عبدالرشید دوستم او عطا محمد نور په څېر څېرې د امریکا تر کنټرول لاندې دي او د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته به وضعیت له کنټروله ووځي.

دلاور د شنبې په ورځ، د چنګاښ په شپږمه، کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته طالبانو د هېواد امنیتي وضعیت تر خپل کنټرول لاندې راوست او د دوحې تړون ته ژمن پاتې شول.

هغه د دوحې تړون د پټو ضمیمو په اړه راپورونه هم رد کړل او ویې ویل چې یوازینۍ ضمیمه دا وه چې امریکایي ځواکونه د خپلو ځای پر ځای کېدو پر مهال د طالبانو له بریدونو خوندي پاتې شي. د نوموړي په خبره، د تړون تر لاسلیک وروسته طالبانو پر امریکایي ځواکونو هېڅ برید ونه کړ او هېڅ امریکایي سرتېری ونه وژل شو.

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد مخکې د دوحې تړون د ځینو ضمیمو شتون تایید کړی و، خو د هغو د محتوا په اړه یې څه نه وو ویلي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون له لاسلیک وروسته د طالبانو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ مستقیم بریدونه ودرېدل، خو په همدې موده کې د طالبانو او د هغه وخت د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې لا پسې زیاتې شوې او د افغان ځواکونو د درنو تلفاتو راپورونه هم خپاره شول.

د دلاور دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو ویناوو کې څو ځله افغانستان ته د امریکا د احتمالي بېرته ستنېدو او د بګرام هوايي اډې د بیا کارولو احتمال یاد کړی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.