کارل اسکاو، د نړۍ د خوراکي پروګرام د اجرایي برخې مرستیال، وایي چې افغانستان د ثبت شویو تر ټولو بدو قحطۍ څپو سره مخ دی او پنځه میلیونه ماشومان او مېرمنې درملنې ته اړتیا لري.
هغه پنجشنبې،د غويي ۲۴مه) په ایکس کې لیکلي: «ما د جلالآباد په یوه کلینیک کې مېرمنې ولیدلې چې د خوړو د ختمېدو له امله یې لاسونه تش پاتې شوي وو.»
د نړۍ د خوراکي پروګرام دغه چارواکي ویلي چې د افغانستان خلکو ډېرې ستونزې تېري کړي دي، خو په وروستیو څو میاشتو کې د زلزلې، سېلاب، د منځني ختیځ په جګړو کې د ټکانونو، او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې له امله، حالات په لوړه کچه سخت شوي دي.
هغه ټینګار کړی: «موږ باید اقدام وکړو. د پاکستان له پولو د نوې بودیجې او مرستو ترلاسه کول ضروري دي.»
افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته له پراخ بشري بحران سره مخ شوی او د ملګرو ملتونو د پراختیا څانګې د راپور له مخې، د دې هېواد د فقر کچه ورځ تر بلې زیاتېږي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو ژر بنسټ، سږ کال ۲۱.۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري، او د تر ټولو زیانمنو کسانو د پاملرنې لپاره ۱.۷ میلیارد ډالره بودیجې ته اړتیا ده، خو تر اوسه یوازې ۱۴٪ بودیجه برابره شوې ده.
لیکواله:سلیمه حکیمي








