په نورستان کې د مرګوني سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۱۸ کسان مړه او ټپیان شوي دي. د لومړنیو راپورونو له مخې، د قربانیانو په ډله کې د طالبانو د نورستان ښاروال، د دې ډلې څو قوماندانان او د ښاروالۍ یو شمېر کارکوونکي هم شامل دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د نورستان ښاروال له یو شمېر ښاروالۍ کارکوونکو او د طالبانو د یوه کنډک له قوماندان سره د سېلابونو پر مهال ورک شوي وو. له څو ساعتونو پلټنو وروسته، د ښاروال، د کنډک قوماندان او ۲۳ نورو قربانیانو مړي موندل شوي دي.
همدارنګه، په دې پېښه کې له ۹۳ څخه ډېر کسان ټپیان شوي دي او د یو شمېر ورک شویو کسانو برخلیک لا هم معلوم نه دی. د ژغورنې او مرستې ډلې د ورک شویو کسانو د موندلو هڅو ته دوام ورکوي او د قربانیانو د شمېر د زیاتېدو احتمال شته.
ځايي سرچینې وايي چې وروستیو سېلابونو استوګنیزو سیمو، کرنیزو ځمکو او عامه بنسټونو ته پراخ زیانونه اړولي دي. د دغو سرچینو په وینا، د زیانونو پراخوالی او ځینو سیمو ته د لاسرسي ستونزې د مرستو رسولو بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
ځايي چارواکو له زیانمنو سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې د سېلابونو مسیرونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او د ژغورنې او پلټنې عملیاتو د اسانتیا لپاره له مرستندویه ډلو سره همکاري وکړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








