TOOSnews
اعلان
د جمعه خان فاتح پر ضد د عملياتو له امله د طالبانو په مشرتابه كې اختلاف.
افغانستانټوس نیوز

د جمعه خان فاتح پر ضد د عملياتو له امله د طالبانو په مشرتابه كې اختلاف.

۲۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

باوري سرچینې وايي، د بدخشان د نسي ولسوالۍ د جګړې او د جمعه‌خان فاتح پر وړاندې د عملیاتو په اړه د طالبانو د جګپوړو پوځي او امنیتي مشرانو ترمنځ د نظر اختلاف رامنځته شوی دی.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق د استخباراتو د ادارې د مرستیال تاجمیر جواد له کړنو ناراضه دي. سرچینې وايي، تاجمیر جواد د یادو امنیتي ادارو له همغږۍ پرته د جمعه‌خان فاتح د بې‌وسلې کولو لپاره اقدام کړی دی.

د معلوماتو له مخې، د سې‌شنبې په ورځ د تاجمیر جواد په امر شاوخوا ۳۰۰ بدري ځانګړي ځواکونه سیمې ته ولېږل شول. د ځواکونو د لېږلو هدف د «نا مطلوبو» کسانو او سیمه‌ییزو وسله‌والو بې‌وسلې کول بلل شوي، خو د عملیاتو پر مهال د جمعه‌خان فاتح تر قوماندې لاندې ځواکونو مقاومت وکړ او نښتې پیل شوې.

سرچینې وايي، د نښتو پر مهال د طالبانو یو شمېر بدري ځواکونه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د سرچینې په باور، له سیمې سره د بدري ځواکونو نابلدتیا او د سیمه‌ییزو شرایطو او پېچلتیاوو په اړه د هغوی د کافي معلوماتو نشتوالی د تلفاتو له مهمو لاملونو څخه و.

د سرچینو په وینا، جمعه‌خان فاتح د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت او د دفاع وزیر ته په استولي پیغام کې پوښتنه کړې چې ایا د تاجمیر جواد له لوري د عملیاتو امر د دوی په خبرتیا او تایید شوی و که نه.

سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو د دفاع وزیر او لوی درستیز په ځواب کې ویلي چې له دغه اقدامه خبر نه وو او په دې اړه یې هېڅ معلومات نه درلودل.

د سرچینې په باور، طالبان اوس د نسي ولسوالۍ موضوع یوه «ازمایښتي او برخلیک ټاکونکې قضیه» بولي، ځکه د دې پېښې پایله کولای شي د طالبانو پر راتلونکو امنیتي او پوځي پرېکړو اغېز وکړي.

د سرچینو په وینا، که جمعه‌خان فاتح ووژل شي یا ونیول شي، طالبان به وکولای شي په سیمه کې وضعیت بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي؛ خو که عملیات ناکام شي، طالبان به له جدي سیاسي او امنیتي فشار سره مخ شي.

سرچینې همداراز خبرداری ورکوي چې په بدخشان کې وروستۍ نښتې ښايي د افغانستان په نورو سیمو کې د طالبانو پر وړاندې د مخالفو جبهو د رامنځته کېدو لپاره د پیل ټکی وګرځي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.