TOOSnews
اعلان
د محصلينو د كمښت له امله د پكتيكا پوهنتون اكثره پوهنځي تړل شوي دي.
افغانستانټوس نیوز

د محصلينو د كمښت له امله د پكتيكا پوهنتون اكثره پوهنځي تړل شوي دي.

۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پکتیکا پوهنتون يو شمېر محصلين وايي، په دغه پوهنتون کې د مسلکي ښوونکو نشتوالی او د درسونو کمزوری بهير د دې لامل شوي چې د ډېرو پوهنځيو او څانګو فعاليتونه له جدي ستونزو سره مخ شي.

د محصلينو په وينا، که د پوهنتون وضعيت ته ژر پام ونه شي، ښايي پاتې محصلين هم خپلې زده کړې پرېږدي او د پوهنتون علمي بهير له لا زيات سقوط سره مخ شي.

د معلوماتو له مخې، د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزيک څانګه له سخت کمښت سره مخ ده. د دغې څانګې په لومړي ټولګي کې يوازې اووه محصلين زده کړې کوي، دويم ټولګی نه لري، او په درېيم او څلورم ټولګيو کې هم د محصلينو شمېر شپږ ـ شپږ تنه ښودل شوی دی.

د رياضي څانګه هم ورته وضعيت لري. ويل کېږي چې سږ کال د کانکور له لارې يوازې يو محصل دې څانګې ته بريالی شوی و، خو وروسته هغه هم د فزيک څانګې ته لېږدول شوی دی. اوس مهال د رياضي څانګې په دويم ټولګي کې اووه محصلين پاتې دي.

بلخوا، د کيميا څانګه هم د محصلينو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ ده. د دغې څانګې لومړی او دويم ټولګي فعال نه دي او د درېيم ټولګي په حاضري نوملړ کې يوازې اته محصلين ثبت شوي دي.

د پوهنتون يو شمېر زده کړیالان د کانکور په ازموينو کې د ګډونوالو کمښت، د کاري فرصتونو محدودوالی، د مسلکي شوونکو نشتوالی او د طالبانو له لوري يوازې د ديني مدرسو ملاتړ هغه عوامل بولي چې د عصري زده کړو پر وړاندې يې د ځوانانو لېوالتيا کمه کړې ده.

د دوی په باور، که لوړو زده کړو ته لازم پام ونه شي، د افغانستان پوهنتوني نظام به له لا زياتو ستونزو او کمزورۍ سره مخ شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.