د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې سند له ریموټ لاسلیک کېدو وروسته، د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف پلان شوی سفر سویس ته لغوه شوی دی. ټاکل شوې وه شریف د پنجشنبې په ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ سویس ته ولاړ شي څو د دغې هوکړې اړوند په رسمي مراسمو کې ګډون وکړي.
پاکستاني چارواکي وایي، د هوکړې سند تر دې وړاندې د ډونالډ ټرمپ او د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان له خوا په الکترونیکي ډول لاسلیک شوی و، او وروسته یې د منځګړیتوب له مخې شهباز شریف هم لاسلیک ترسره کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي چې د لاسلیک له بشپړېدو وروسته د سویس په برګنستوک کې د ترسره کېدونکو رسمي مراسمو اړتیا کمه شوې، ځکه چې مهمې مرحلې مخکې بشپړې شوې دي.
له بلې خوا د پاکستان د لومړي وزیر دفتر هم تایید کړې چې دا سند مخکې له مخکې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له خوا په بریښنایي ډول لاسلیک شوی و، او د مراسمو پلان د همدې له امله لغوه شو.
تمه وه چې په دې مراسمو کې به د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر عاصم منیر، د بهرنیو چارو وزیر او لوړپوړي حکومتي پلاوي ګډون کړی وای، خو اوس یوازې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د ګډون احتمال لري.
همدارنګه د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ هم د یاد پلاوي برخه بلل شوی و.
مراسمو ته د سویس په جنیوا کې د لوړې کچې ناستې په توګه تمه کېده، خو د هوکړې له بشپړېدو وروسته یې رسمي بڼه بدله شوې ده.
لیکوال:سعید سمیر








