TOOSnews
اعلان
نورستان كې پر ١٩١ سېلاب ځپلو كورنيو بېړنۍ مرستې ووېشل شوې.
افغانستانټوس نیوز

نورستان كې پر ١٩١ سېلاب ځپلو كورنيو بېړنۍ مرستې ووېشل شوې.

۱۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د نورستان د برګي‌مټال ولسوالۍ پر ۱۹۱ سېلاب‌ځپلو کورنیو بېړنۍ بشري مرستې وېشل شوي دي.

د اوچا په وینا، په دغو مرستو کې خیمې، کمپلې، ژمني توکي او روغتیايي کڅوړې شاملې دي چې د دغه سازمان د بشري شریکانو او تمویلونکو په ملاتړ برابرې شوي دي.

په نورستان کې وروستیو سېلابونو ګڼو کورنیو ته درانه مالي زیانونه اړولي او د ډېرو کورنیو سرپناه یې ویجاړه کړې ده. سېلاب‌ځپلې کورنۍ لا هم بېړنیو بشري مرستو اړتیا لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.